واشنګټن کې د غټې چاودنې غږ اوریدل شوی

پداسې حال کې چې د متحده ایالاتو د پایتخت واشنګټن ډي سي اوسیدونکو په سیمه ایز وخت یکشنبه ماسپښین د غټې چاودنې غږ اوریدلی خو د کورني امنیت وزارت وایي هیڅ ډول ګواښ نشته.

د پایتخت یو شمیر اوسیدونکو ویلي چې چاودونه دومره زوروره وه چې آن د کورونو دیوالونه یې لړزولي.

ځینو خلکو دا هم ویلي چې د چاودنې غږ یې په ګاونډیو ایالتونو مریلنډ او ورجنیا کې هم اوریدلي.

په همدې حال کې د متحده ایالاتو د کورني امنیت وزارت او اضطراري ادارې چارواکو ویلي چې د هیڅ ډول پیښې راپور یې ندی تر لاسه کړی او په اعلامیې کې دا هم ویلي چې هیڅ کوم ګواښ نشته.

بل پلو بیا د هوایي چلند فدارلي ادارې ویلي چې د چاودنې پر وخت یوه الوتکه د ورجنیا ایالت په جنوب لویدیځ کې په غرنۍ سیمې کې لویدلي خو معلومه نده چې آیا په واشنګټن ډي سي کې چاودنه او د الوتکې د لویدو دا پیښه د یو بل سره تړاو لري که نه.

پدې هکله نور معلومات به وروسته خپاره شي.

لومړی نظر وکړئ on "واشنګټن کې د غټې چاودنې غږ اوریدل شوی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.

*