د واورو ورېدو له کبله د بدخشان د دوو ولسوالیو لارې تړلې دي

په بدخشان کې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د درنو واورو ورېدو له کبله، له مرکز سره د دوو ولسوالیو لارې تړل شوې دي.

سرچینې دوشنبه د سلواغې پر ۹مه وايي چې تېره شپه د بدخشان په شکي او یاوان ولسوالیو کې درنه واوره ورېدلې چې له کبله یې د دغو ولسوالیو مواصلاتي لارې له مرکز سره تړل شوې دي.

سرچینې وايي چې تراوسه طالبانو د دغو ولسوالیو د لارو د خلاصېدو لپاره کوم ګام نه دی پورته کړی.

د سرچینو په خبره، له مرکز بدخشان سره د دغو لارو د تړل کېدو له کبله د یاوان او شکي ولسوالیو اوسېدونکي له ستونزو سره مخ دي.

ورته مهال په بدخشان کې د ټولګټو ریاست د سړک‌جوړونې او ودانیزو چارو آمر افتخار احمد مخدوم‌زاده وايي چې د دې ولسوالیو د لارو خلاصېدو لپاره هڅې روانې دي او ډېر ژر به د خلکو د تګ‌راتګ پر مخ پرانېستل شي.

بدخشان یو غرنی ولایت دی چې وخت ناوخت پکې طبیعي پېښې کېږي او خلکو ته مرګ‌ژوبله او مالي زیان اړوي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه د روزګان د ګیزاب ولسوالۍ په کندیر کلي کې د واورې او باران ورېدو له کبله سېلابونه راوتلي او له ۱۰۰ جریبه ډېره کرنیزه ځمکه یې زیانمنه کړې ده.

منبع

2 Comments on "د واورو ورېدو له کبله د بدخشان د دوو ولسوالیو لارې تړلې دي"

  1. زیرنویس لوسیفر

  2. زیر نویس لوسیفر

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.

*