وردګو کې چاودنې دوه ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

په وردګو کې سرچینې وايي، د دغه ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې د مرمۍ چاودنې له امله یو ماشوم وژل شوی او یو بل ټپی دی.  

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا پېښه د وردګو د سیدآباد ولسوالۍ اړوند د شنیز درې په یو کلي کې شوې ده.

د مسوولینو په وینا، پېښه هغه مهال شوې چې دغو ماشومانو مرمۍ موندلې او د انتقال پر مهال پرې ور چاودلې ده.  

تر دې وړاندې هم په بېلابېلو ولایتونو کې ورته پېښې شوې دي.

وردګ یو له هغو ولایتونو دی چې له جګړې د پاتې‌شویو توکو چاودنې وخت ناوخت د ماشومانو ژوند اخیستی او همداراز ورته پېښې په نورو ولایتونو کې هم زیاتې ثبت شوې دي.

د یادولو ده چې دا مهال د افغانستان په ۶۰۶ کیلو متره خاوره کې ماینونه او ناچاوده توکي شته چې د چاودنې له امله یې ډېره قرباني افغان ماشومان ورکوي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "وردګو کې چاودنې دوه ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اړولې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.

*