ټوماس وېسټ: د افغانانو ترمنځ سياسي ډيالوګ د ستونزو بنسټيزه حل‌لاره ده

د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب د دوحې له دوه ورځنۍ غونډې وروسته د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی ټوماس وېسټ وايي، د افغانانو ترمنځ سیاسي ډیالوګ د افغانستان د ننګونو بنسټیزه حل‌لاره ده.

نوموړي په خپل ټویټر لیکلي چې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي یوناما افغانستان ته د بشري مرستو رسولو او له امارت سره تعامل ته دوام ورکوي.

وېسټ لیکلي: “هغه ډول چې ملګرو ملتونو په واضح ټکو بیان کړه چې په دوحه کې وروستۍ ناسته د رسمیت پېژندلو لپاره نه‌وه، بلکې غونډه د ګډو ګټو په مشخص کولو او دغه ‌شان له ترهګرۍ سره په مبارزه، د ښځو او نجونو د ځپلو پر موضوع، ناوړه بشري بحران او د نشه‌یي موادو پر قاچاق ورټوله وه.”

د متحده ایالاتو دغه ځانګړي استازي ویلي، که څه هم د دوحې د ناستې هر ګډون کوونکی هېواد د دغو ګټو په اړه بېلابېل لومړیتوبونه لرل، خو د ده په خبره ټول سره په دې موافق وو چې د افغانانو ترمنځ سیاسي ډیالوګ د دغه هېواد شته ننګونو لپاره بنسټیزه حل‌لاره ده.

د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب د دوحې دوه ورځې ناسته چې د روانې اوونۍ د سه‌شنبې په ورځ پای ته ورسېده، په پای کې یې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش په یو خبري کنفرانس کې وویل، دغه ناسته د امارت د حکومت د رسمیت پېژندنې لپاره نه، بلکې د یوه ګډ نړیوال دریځ د خپلولو په هدف جوړه شوې وه.

نوموړي که څه هم د دې ګډې تګلارې او دریځ په اړه ډېر جزييات ورنه کړل، خو ویې ویل، په راتلونکې کې به ورته بل غونډه هم جوړه کړي.

ګوټېرېش دا هم وویل چې په افغانستان کې د دوی د بشري مرستو ډېری وېشونکې ښځې دي او د ملګرو ملتونو په ګډون په غیر دولتي موسسو کې د ښځو پر کار د بندیز د خلکو سره خطر سره مخ کوي.

نوموړي وویل، د ښځو او نجونو پر حقونو د دوامداره بریدونو په اړه غلي نه پاتې کېږي.

په همدې حال کې د افغان مېرمنو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ویلي، د دوحې ناستې ټول ګډونوال د ښځو او نجونو د حقونو پر اهمیت موافق وو او ټینګار یې وکړ چې په افغانستان کې د اقتصادي ثبات، کډوالۍ، ترهګرۍ سره د مبارزې ترڅنګ، بشري حقونه د دوی د اهدافو او لومړیتوبونو نه بېلېدونکې برخه ده.

رينا اميري
رينا اميري

اغلې امیري پر خپل ټویټر په يو خپور کړي بیان کې ویلي چې د دوحې په غونډه کې ټینګار وشو چې اړتیا ده تر څو د سیمې او ډېری اسلامي هېوادونه او ټوله کې نړیواله ټولنه د افغانانو د ملاتړ لپاره بنسټیز کارونه وکړي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ټوماس وېسټ: د افغانانو ترمنځ سياسي ډيالوګ د ستونزو بنسټيزه حل‌لاره ده"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*