لیتوانیا کې د افغانستان درې میلیونه سپین پاسپورټونو امبار کې پراته دي

فارن پالیسي خپرنۍ موندلې، په داسې حال کې چې په بهر کې د افغانستان سیاسي استازولۍ د سپینو پاسپورټونو له سخت کمښت سره مخامخ دي، “لیتوانیا کې د افغانستان درې میلیونه سپین پاسپورټونه په امبارونو” کې دي.

دغې خپرنۍ په ځینو اروپايي هېوادونو کې د افغانستان د مخکني دولت له یوشمېر سفیرانو او (ګارسو پاساولیس) شرکت سره خبرې کړې دي.

دغه شرکت د افغانستان له مخکني حکومت سره د تړون له مخې افغان پاسپورټونه چاپوي.

په بهرنیو هېوادونو کې افغانانو ته د پاسپورټونو په وېشلو په راتلونکې کې د افغانستان دیپلوماتیک مقاومت ته دوام ورکولی شي، خو د پاسپورټ د چاپولو مسؤل شرکت د ۲۰۲۱ کال اګسټ کې د مخکني حکومت په سقوط‌ سره د افغانستان استازولیو ته د پاسپورټونو له سپارلو ډډه کړې ده.‌

د افغان دولت ځینو پخوانیو سفیرانو ویلي، په دې باب یې اروپايي ټولنې، ‌امریکا او یاد لیتوانیايي شرکت ته مراجعه کړې ده.

دوی ویلي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت غواړي لا ډېر پاسپورټونه کابل ته وسپارل شي او دا ژمنه هم شته چې یوه اندایزه پاسپورټونه دغو استازولیو ته هم ولېږدول شي.

ګارسو پاساولیس شرکت هم فارن پالیسي ته ویلي، دا مهال د اروپايي‌ ټولنې له استازولۍ او د امریکا د بهرنیو چارو له وزارت سره په همغږۍ کابل ته د سپینو پاسپورټونو سپارل د تړون له مخې د اجرا کېدو په درشل کې دي.

تېر کال افغانستان کې حکومت چارواکو بي بي سي ته ویلي وو له یوه لیتوانیايي شرکت سره افغانستان لپاره د درې میلیونه ټوکه پاسپورتونو د چاپولو پر خبرو بوخت دي.

د افغانستان د مخکني جمهوري نظام یو شمېر سفیرانو ویلي، بهر کې د افغانستان سیاسي کاري ځواک غواړي “بې پرې” پاتې شي.

په ورته وخت کې، فارن پالیسي خپرنۍ ویلي، “د مرکزي اسیا، ایران او پاکستان په تور بازار کې یو سپین افغان پاسپورټ تر ۱۵۰۰ ډالرو هم خرڅ شوی دی.” چارواکو کابل کې د پاسپورټونو خرڅېدل رد کړي دي.

په تور بازار کې د افغان پاسپورتونو او سټیکرونو خبره یو بل څه دي چې د افغان وګړو سفر کې یې د نورو هیوادونو له لوري بې باوري رامخې ته کړې ده.

په تېره مارچ میاشت کې د بهرنیو چارو وزارت بي بي سي ته ویلي وو، له هېواد بهر کونسلیو ته یې تازه پاسپورټونه استولي چې هلته اړتیا لرونکي افغانان له کړاو سره مخ نه شي.

په سعودي عربستان کې مېشتو افغان کډوال بیا ویلي، له تېرې ډېرې مودې راهسې زرګونه افغانان چې د پاسپورتونو موده یې بشپړه شوې له سفره بند پاتې دې او د ډېر کسانو په ټولنیز ژوند او کاروبار یې هم ناوړه اغېز پرایستی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "لیتوانیا کې د افغانستان درې میلیونه سپین پاسپورټونو امبار کې پراته دي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*