هېوادوال: د پاسپورټ د وېش بهیر لاهم پڅ دی

ځينې هېوادوال د پاسپورت د وېش بهیر پر پڅوالي له شکایت سره وايي اړتیا ده چې د پاسپورټ د عمومي ریاست له خوا په پلازمېنه او ولایتونو کې دغه بهیر چټک شي.

دغه هېوادوال طلوع‌‌نیوز ته وایي، چې د پاسپورټ اخیستل او لرل د دوی قانوني حق دی او د پاسپورټ د عمومي ریاست له مسوولانو غواړي چې د پاسپورټونونو د چټک وېش په برخه کې جدي پاملرنه وکړي.
 
د کابل اوسېدونکی ادریس د طلوع‌نیوز خبریال ته وايي:«درې یا څلور ورځې کېږي چې دلته تګ راتګ کوم او د پاسپورټ لپاره مې عریضه کړې ده چې نوم مې اصلاح کړي. نن مدیر صاحب زموږ پاڼې واخیستې، نه پوهېږم څه کار کوي.»
   
د کابل یو بل اوسېدونکی ځاځی هم څرګندوي:«خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي. هغو کسانو چې نوم‌لیکنه کړې، درې، شپږ میاشتې حتا یو کال هم کېږي؛ خو تراوسه یې نوبت نه دی رسېدلی. خلک ناروغ لري او ډېرې ستونزې دي.»

بلخوا د پاسپورټ ریاست په یوې خبرپاڼه کې لیکلي هغوی ته چې پوروړي دي، جزايي، مدني او سوداګریزې دوسیې ولري سند نه ورکول کېږي.

د پاسپورټ عمومي ریاست په خبرپاڼه کې راغلي دي:«هغه کسان چې د پور د نه پرې کولو او نورو ژمنو د نه پوره کوله له امله د اړوند ادارو له لوري ممنوع الخروج شوي دي، هغه کسان چې په جزایي، مدني او سوداګریزو دوسیو کې د محکمې له لوري محکوم شوي دي، هغه ماشومان چې مور او پلار او یا قانوني وکیل ونه لري، د پاسپورټ د اخیستو واجد الشرایط نه دي.»

بل خوا، د پاسپورټ ریاست وایي، چې د پاسپورټونو د وېش بهیر په عادي توګه روان دی او هڅه کېږي چې د ټولو غوښتونکو ته رسېدنه وشي.

د پاسپورټ ریاست ویاند نورالله پتمن طلوع‌نیوز ته وايي:«د کړنلارې پر بنسټ هېوادوالو ته پاسپورټونه وېشو او هڅه کوو چې ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړو. هغه کسان چې د کړنلارې پر خلاف وي، اخیستلای نه‌شي.»

د پاسپورټ د عمومي ریاست د شمېرو له مخې هره ورځ په کابل او ولایتونو کې تر ۸ زرو پورې پاسپورټونه وېشل کېږي او د پلازمېنې په څلورو زونونو کې د پاسپورټونو د وېش د مرکزونو پر جوړېدو هم کار روان دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "هېوادوال: د پاسپورټ د وېش بهیر لاهم پڅ دی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*