پاکستان ته د افغان کډوالو نوې څپه؛ پاکستانیو بنسټونو پرې له امریکا لسګونه میلیونه ډالر اخیستي

اسلام اباد کې د امریکا سفارت له پاکستاني ژوند ژغورونکو بنسټونو مننه کړې چې د دوی په وینا “د افغانانو ملاتړ کوي.”

دغه امریکايۍ استازولۍ په یوه ټوېټ کې ویلي “مونږ له خپلو هغو همکارانو هرکلی او مننه وکړه چې په وروستیو دوه کالونو کې یې د پاکستان بېلابېلو ځایونو کې د روغتیا، زدکړو او خوندیتابه برخه کې د افغان کډوالو لاسنیوی کړی.”

سفارت وړاندې په یوه بیان کې ویلي ” امریکا د ۲۰۲۱م کال له اکتوبر میاشتې راهیسې دغو پاکستاني بنسټونو ته له ۷۵ مېلیونو ډالرو ډېرې پیسې ورکړي چې د افغان کډوالو ملاتړ وشي.”

په افغانستان کې دوه کاله وړاندې همدا اګست میاشت د جمهوري نظام له سقوط وروسته سلګونو زرو خلکو هم کډې بار کړې.

د ۲۰۲۱م کال اګست وروسته که زیات شمېر افغانان لویدیځ، امریکا، کاناډا یا نورو لېرې پرتو هېوادونو ته لاړل خو یو شمېر نورو بیا پاکستان او ایران ته مخه کړې.

دا تازه کډوال چې شمېر یې لسګونو زرو ته رسیږي تر ډېره بهر ته د تلو په اراده دغو هېوادونو کې مېشت دي چې ډېر وخت یې د کوربه هېوادونو له ناسم چلنده هم شکایتونه کړي.

د امریکا ۷۵ مېلیونو ډالرو مرستې ته په کتو، پاکستان کې مېشتو څو افغان کډوالو بي بي سي پښتو ته ویلي ” له قانوني اسنادو سره سره هلته د لازمې مرستې پر ځای تنګیږي او لاسنیوی یې نه کیږي.”

بي بي سي ته څو کډوالو د خپل ژوند مستندې لنډې ویډیوګانې هم لیږلې او په وینا یې دوی هلته د پاکستاني پولیسو څخه په وېره کې ژوند کوي.

د راضیې په مستعار نوم د یوې افغان کډوالې په وینا “له سقوط وروسته پاکستان ته ګڼ شمېر کډوال راغلي او دغې کډوالۍ د پاکستان اقتصاد ته ډېره ګټه رسولي.”

هغه وایي د هوټلونو او کورونو له کرایو ور هاخوا ځینې هېوادونه له پاکستان سره د کډوالو په سر ملیونونه ډالره مرسته هم کوي چې په پاکستان کې ورسره ورځنی ژوند څه غوړیدلی خو د نوموړي په وینا کډوالو ته یې ډېره خیر ښیګڼه نه رسیږي.

کډوال

د ارمان په نوم یوه بل کډوال په وینا، پاکستان کې مېشت نویو افغان کډوالو سره هیڅ ډول خیریه یا د پاکستاني دولت مستقیم مرستې نشته او هر یو یې پخپلو یا د خپلو ادارو په امکاناتو ژوند کوي.

نوموړي زیاته کړه “د خیریه کارونو هیڅ درک نشته خو مونږ پاکستان کې سختو پالیسیو او بې سرنوشته برخلیک له رواني فشارونو او بد روغتیايي حالت سره مخ کړي یو.”

په دغه هېواد کې زرګونه افغانان نورو هېوادونو ته د تګ په نیت په ډېرو مشهورو او ښو هوټلونو کې ژوند تېروي چې لګښت یې بهرني سفارتونه یا هېوادونه پرې کوي.

زرګونه نور کډوال هم په همدې نیت په خپلو لګښتونو ځای پر ځای شوي او بهر ته د تګ لارې چارې لټوي.

له دې ټولو سره پاکستان د افغان کډوالو تر ټولو ستر کوربه هېواد بلل کیږي خو له کډوالو سره د چلند پر څرنګوالي او سیاسي استفادې ورته تل په یوه نه یوه بڼه د ملامتۍ ګوته نېول شوې.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "پاکستان ته د افغان کډوالو نوې څپه؛ پاکستانیو بنسټونو پرې له امریکا لسګونه میلیونه ډالر اخیستي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*