
د افغانستان او پاکستان کې د پولیو: روغتیا نړۍوال سازمان ویلي، د ۲۰۲۴ کال پر مهال د پولیو وحشي ډول مثبتې پېښې په ترتیب څلور او دولس برابره زیاتې شوي دي.
د دغه سازمان بېړنۍ کمېټې د پولیو وایرس په اړه د خپلې ۴۱مې غونډې په اعلامیه کې ویلي، په ۲۰۲۴ کال کې د نړۍ په کچه د پولیو وحشي ډول ټولټال ۹۹ مثبتې پېښې ثبت شوي چې درې هغه یې په افغانستان او ۳۶ یې په پاکستان کې وې.
دغه پرتلنه د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ شوې ده.
د روغتیا نړۍوال سازمان په اعلامیه کې راغلي: «په ۲۰۲۴ کال کې د پولیو وحشي ډول ټولټال ۷۴۱ محیطي نمونې ثبت شوې چې ۱۱۳ یې په افغانستان او ۶۲۸ یې په پاکستان کې وې. په ۲۰۲۵ کې بیا تر دې دمه له افغانستان دا ډول نمونې نهه او له پاکستانه ۷۱ دي.»
په افغانستان کې د ۲۰۲۴ کال پر مهال د پولیو وایرس ګواښ د هېواد په سویلي سیمو او پاکستان کې د ۲۰۲۳ له نیمایي د ۲۰۲۴ تر پایه په خیبر پښتونخوا، سند او بلوچستان کې یاد شوی دی.
په اعلامیه کې په افغانستان کې د پولیو لپاره د کور په کور واکسین کمپاین پر نشتون هم اندېښنه ښودل شوې او زیاته کړې یې ده چې ښایي دا چاره نورو سیمو ته د پولیو وایرس د خپرېدو لامل شي.
د روغتیا نړۍوال سازمان همداراز ویلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خلکو تګ راتګ او له پاکستانه افغانستان ته د کډوالو ستنېدل به دواړو هېوادونو کې د دغه وایرس خپرېدو لامل شي.
د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت تر دې دمه د روغتیا نړۍوال سازمان دې شمېرو ته غبرګون نه دی ښودلی.
لومړی نظر وکړئ on "افغانستان او پاکستان کې د پولیو , روغتیا نړۍوال سازمان: پېښې زیاتې شوي"