پاکستان کې واورې ښویېدو ۱۱ ځايي کوچیان وژلي

د پاکستان شمال کې د واورې ښویېدو له کبله لږ تر لږه ۱۱ تنه ځايي کوچیان وژل شوي چې یو پکې څلور کلن ماشوم هم دی.‌

واوره هغه مهال وښویېده چې یوشمېر کسان د شونټر تنګي له لارې د وزو له رمې سره تېرېدل.‌

۲۵ نور تنه ټپیان شوي او د ژغورنې عملیات لا روان دي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف پېښه کې پر وژل شویو خلکو خواشیني ښودلې. ده ویلي چې د واورې ښویېدو پېښې د اقلیمي بدلون له کبله ډېرې شوې دي.

دا پښه د شنبې په ورځ ګهیځ وختي په هغه تنګي کې شوې ده، چې د ګیلګت بلتستان استور ولسوالي له ګاونډي د پاکستان تر واک لاندې ازاد کشمیر سره نښلوي.

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د یوه جګپوړي پولیس افسر زیارت علي له خولې ویلي، په وژل شوو کې څلور ښځې او یو څلور کلن ماشوم هم شته.

ژغورنډلې د لیرې والي او سختو لارو له کبله سیمې ته په رسېدو کې له خنډونو سره مخامخ شوې دي.

پوځیانو له ځايي چارواکو سره په ژغورنه کې مرسته کړې او دوه پوځي چورلکې هم د مرستې او ژغورنې لپاره سیمې ته استول شوې دي.

عیني شاهدانو ویلي، د سیمې خلکو هم تر واورې لاندې د ایسارو خلکو ژغورنې ته مټې بډوهلې دي.

د پاکستان لومړي وزیر پر ټویټر لیکلي، “یادې پېښې پاکستان کې ډېرې شوې دي. نړۍ باید له دا ډول ویجاړوونکو اغېزو څخه د پاکستان په شان د مخ پر وده هېوادونو د خوندیتوب لپاره خپل مسؤولیت پوره کولو ته ژمنه پاتې شي”.

د پاکستان شمالي سیمې د اقلیمي بدلون له کبله زیانګالې دي او د سختې هوا له کبله له ډول مکررو پېښو سره مخامخېږي.

تېر کال پاکستان کې سېلابونو تر ۱۷۰۰ ډېر خلک وژلي وو.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "پاکستان کې واورې ښویېدو ۱۱ ځايي کوچیان وژلي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*