په اروپا کې د هوا ککړتیا هر کال سلګونه تنکي ځوانان وژني

په اروپا کې د هوا ککړتیا هر کال سلګونه تنکي ځوانان وژني
په اروپا کې د هوا ککړتیا هر کال سلګونه تنکي ځوانان وژني

د اروپا د چاپيريال ادارې موندلی ده چې په دې لويه وچه کې ماشومان د هوا د ککړتيا له هغه څخه د لوړې کچې سره مخامخ دي چې د روغتيا نړيوال سازمان یې توصيه کوي. په دې اړه تازه رپوټ کې د دوو سترو هېوادونو ارقام شامل نه دي.

د اروپا د چاپيريال آژانس (EEA)  د دوشنبې په ورځ په خپل رپوت کې ويلي دي چې د هوا ککړتيا په اروپا کې هر کال د ۱۲۰۰ ماشومانو او تنکیو ځوانانو د مړينې سبب گرځي. دغه ادارې چې مقر یې د ډنمارک په پلازمينه کوپنهاگن کې دی، په خپل رپوټ کې زياته کړې: «ماشومان په ځانگړي توگه، له هغه وخته چې د مور په خيټه وي، د بلوغ سن ته تر رسېدو د هوا د ککړتيا ښکار کيږي.»

په دې رپوټ کې زياته شوې ده که څه هم چې په دې سن لرونکو کې له وخته مخکې مړينو شمیر د اروپا د ټول نفوس له پاره د اټکل شويو شمیرو په نسبت ټيټ دی چې د اروپا د چاپيريال سازمان یې هر کال د هوا د ککړتيا له کبله اټکلوي خو دا څه په ماشومتوب او بيا وروسته په ژوند کې د مزمنو ناروغيو د يوه پام وړ بار باعث کيږي.

په رپوټ کې همدا راز ويل شوي چې ککړه هوا د سالنډۍ (استما) د کچې د لوړيدو مهم علت هم ده چې په اروپا کې ترې لا دمخه ۹ سلنه ماشومانو او ځوانان کړيږي. دا همدا راز د سږو د فعاليت د ټيټيدو او تنفسي لارو د التهابي کيدو او حساسيتونو باعث هم گرځي.

په دې څېړنه کې د اروپايي ټولنې د ۲۷ غړيو هېوادو په گډون ۳۰ هېوادونه ارزول شوي ول چې د روسیې، اوکراين او بريتانيا په څېر ستر صنعتي هېوادونه پکې شامل نه ول. دا په دې معنا ده چې د چاپيريال د ککړتيا له کبله د ټولو مړينو شمیر ښايي تر دې هم ډېر لوړ وي.

ککړتيا د روغتيا د نړيوال سازمان د توصیې له حده لوړه ده

د اروپا د چاپيريال آژانس وايي چې ډېر شمیر اروپايي هېوادونه په ځانگړي توگه منځنۍ لویدیځه اروپا او ايتاليا کې د چاپيريال د ککړتيا کچه د روغتيا د نړيوال سازمان له خوا د وړاندیز شوي لارښود حد څخه ډېره لوړه ده.

دا اداره زیاتوي چې په کومو هېوادونو چې د ښاري نفوس په اړه سروې شوې، په هغو کې ۹۷ فيصده له چاپيريالي ککړتيا څخه اغیزمن دي.

دا آژانس دا هم وايي چې د تگ راتگ، صنعت او د گرمولو د سيسټم له لارې د افرازيدونکو گلخانه یی گازونو د کچې راټيټولو ته اړتيا ده.

په دې رپوټ کې وړاندیز شوی دی چې پر ماشومانو د چاپيريالي ککړتيا د اغیزو د را کمولو په موخه دې د ښوونځيو شا او خوا ته زرغونې ساحې رامنځته او پراخې کړای شي. د رپوټ په حواله د دې لارې د هوا کيفيت ښه کيدلای شي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "په اروپا کې د هوا ککړتیا هر کال سلګونه تنکي ځوانان وژني"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*