
په تاجکستان کې د جرمني سفارت ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ته یو جدي خبرداری ورکړی چې د افغانانو د ویزو غوښتنې په بېساري ډول زیاتې شوې دي او که سملاسي اقدام ونهشي، نو د ویزو پروسه به له سقوط سره مخ شي.
په یوه محرمانه لیک کې چې بېزنس انسایډر ترلاسه کړی، د دوشنبې سفارت چارواکو له افغانستان څخه د ویزو غوښتونکو د بېساري زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې تر اوسه شاوخوا ۱۲ زره افغانان د جرمني د منلو پروګرام په اډانه کې د وېزو په انتظار دي.
دا کسان داسې مهال په تاجکستان کی انتظار باسي، چې د جرمني له حکومت نه یې د منلو ژمنې ترلاسه کړې دي، خو د سفر لپاره تر اوسه ویزې نه لري.
په دوشنبه کې د جرمني سفارت چارواکي وايي، چې د افغانانو د ویزو غوښتنې له «سیلاب» سره مخ دي او په دې برخه کې یې د بهرنیو چارو وزارت بیړني اقدامات غوښتي دي.
د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته، چې ا.ا. کابل نیولی، برلین د افغانانو د منلو پروګرامونو په چوکاټ کې تر ۳۵ زرو پورې افغانان منلي دي. په دغو کسانو کې د جرمني محلی کارکوونکي او هغه خلک شامل دي، چې د زیانمنو کسانو په کټګورۍ کې د تخلیې وړ ګڼل شوي دي.
په منتظرو کسانو کې د کورنیو د یوځای کېدو پروګرام هم شامل دی.
د جرمني حکومت د بشري ویزو پروګرامونه له پیل څخه په پراخه کچه تر نیوکو لاندې دي. د امنیتي ګواښونو له امله حکومت څو ځله د منلو پروسې درولې او د مونشن له ترهګریز برید وروسته یې د افغانانو د انتقال دوه الوتنې لغو کړې دي.
د جرمني د اساسي قانون د ساتنې فدرالي ادارې (BfV) په خپل وروستي رپوټ کې خبرداری ورکړی، چې د « اسلامپالنې او ترهګرۍ» له اړخه د خطر زیاتوالی موجود دی.
په داسې حال کې چې نن د جرمني پارلماني ټاکنې دي، د کډوالو مساله ددغو ټاکنو یوه مهمه موضوع ده او اټکل کیږي ښي اړخي ګوندونه چې د کډوالۍ ضد سیاستونه لري، په دې ټاکنو کې پاموړ رایې ترلاسه کړي.
لومړی نظر وکړئ on "په تاجکستان کې ۱۲ زره افغانان د جرمني ویزو ته په تمه دي"