په روسیه کې په سخت طوفان کې۱۰ تنه مړه شوي

Loading

په روسیه کې په سخت طوفان کې۱۰ تنه مړه شوي
په روسیه کې په سخت طوفان کې۱۰ تنه مړه شوي

په روسیه کې چارواکي وايي، د دغه هېواد په مرکزي سیمو کې سختو طوفانونو ۱۰ کسان مړه کړي دي.

د روسیې د بیړنیو حالاتو پر وړاندې د غبرګون وزارت نن جولای ۳۰ (زمري ۸مه) وويل چې د هېواد په مرکزي سيمو کې تندو بادونو ونې نړولي او د سختو بارانونو له امله په سلګونو کورونو کې برېښنا پرې شوې ده.

دغه وزارت ویلي، چې د یالچیک جهيل ته څېرمه په یو تفریحي سیمه کې د دغو طوفانونو په ترڅ کې اته کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۲۹ نور ټپیان شوي دي.

د روسیې د تحقیقاتو کمیټې ویلي دي چې د دریو ماشومانو د وژل کیدو د یوې جنایي قضیې په اړه یې یوه دوسیه پرانیستې ده.

د روسیې د بیړنیو حالاتو پر وړاندې د غبرګون وزارت داسې عکسونه خپاره کړي چې پرځیدلو ونو موټرونو او خیمو ته سخت زیان رسولی دی.

مقاماتو ویلي چې طوفانونو د استوګنې د ۴۸ ودانیو چتونه هم زیانمن کړي دي.

ساینس پوهانو ویلي چې د نړۍ مختلف هیوادونه به د اقلیم د بدلون له امله د بیلابیلو طبیعي پیښو لکه توپانونو او سیلابونو شاهد وي.

فلیپین کې سخت طوفان څه دپاسه ۳۰ کسان مړه کړي

فلیپیني مقامات وایي د روان کال تر ټولو غښتلي طوفان پدې هیواد کې ۳۳ تنه مړه کړي او ددې هیواد په ټاپوګانو کې یې پراخې ویجاړۍ رامنځته کړي دي.

د فلیپین مقاماتو ویلي چې اکثر دغه کسان په اوبو کې د ډوبیدو په وجه مړه شوي دي او شاوخوا ۵۰ تنه نور لاهم بې درکه دي.

په سلګونو زره کسان هغه وخت د خپلو کورونو پریښولو ته اړ شول چې د رای په نامه طوفان په وجه ددغو جزیرو په جنوبي او مرکزي سیمو کې مخابراتي اړیکې له کاره ولویدلې، بریښنا قطع شوه او ودانۍ ونړیدلې.

دغه طوفان دوه ورځې مخکې پداسې حال کې چې د ۱۹۵ کیلومترو په سرعت سخت بادونه ورسره مل وو د سایرګاو په ټاپو راپریوت.

د سیالانیانو یو لارښوونکي رافي ریپداس، وویل چې: “ټول شیان په الوتلو وو، تا به ویل چې قیامت دی. باد داسې سخت غوریده چې ګواکې غوښتل یې ودانۍ ونړوي.”

مقاماتو وویل چې دغه طوفان د دیانګات جزیره د خاوره سره یو کړې او ټول شیان یې له منځه وړي دي.

سخت بارانونه هم له دغه طوفان سره مل وو او زیالن شمیر کلي یې ډوب کړي او ونې یې نړولي دي.

دې طوفان د ډسمبر په ۱۸ (لیندۍ ۲۷) د چین جنوبي اوبو په لور مخه کړه او ټاکل شوې چې ویتنام ته دننه شي.

د پوځ، پولیسو، ساحلي کارکوونکو او د اطفایي د عملې په ګډون څه دپاسه ۱۸ زره کسان د هغو خلکو د موندلو هڅه کوي چې ښایي لا ژوندي وي.

فلیپین د اقلیمي بدلون د اثراتو له کبله د نړۍ د هغو هیوادونو په جمله کې دی چې د تاواني کیدو امکان یې زیات دی او هر کال پدې هیواد کې شاوخوا ۲۰ طوفانونه د زیاتو ځاني او مالي زیانونو سبب ک

ورته مطلب

منبع

لومړی نظر وکړئ on "په روسیه کې په سخت طوفان کې۱۰ تنه مړه شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*