په هوا کې د الوتکې دروازې خلاصولو سړی بندي کړ او سورلي یې له ساه لنډۍ سره مخ کړه

په هوا کې د الوتکې دروازې خلاصولو سړی بندي کړ او سورلي یې له ساه لنډۍ سره مخ کړه
په هوا کې د الوتکې دروازې خلاصولو سړی بندي کړ او سورلي یې له ساه لنډۍ سره مخ کړه

د جنوبي کوریا په هوايي ډګر کې د کېناستلو پر مهال د الوتکې دروازې د پرانیستلو له کبله یو سړی نیول شوی دی.

دا سړی نن (جمعه) د اسیانا هوايي شرکت په الوتکه کې ناست و او هله یې د الوتکې ایمرجنسي ور پرانیست چې د سویلي کوریا په ډیګو هوايي ډګر کې یې کېناستو ته ځان جوړاوه.

دغه دروازه یوازې د بېړنۍ ناستې پر مهال پرانیستل کېږي.

که څه هم په الوتکه کې ټوله ناسته ۱۹۴ تنه سورلي ژغورل شوې خو له ډلې یې ګڼ کسان د ساه لنډۍ له ستونزې سره د مخ کېدو له امله روغتون ته وړل شوي دي.

د دغه کس نوم او هویت لا نه دی په ډاګه شوی خو د یوناپ خبري اژانس د خبر له مخې، دغه دېرش کلن سړی د الوتکې له کېناستو سره نیول شوی دی.

یوه مساپر پر خواله رسنیو هغه ویډيو هم خپره کړې چې په کې ښکاري، د الوتکې ور پرانیستی دی او توند باد د مساپرو د سر ویښتان او کالي رپوي او ځینو له وېرې په سيټونو پورې ځانونه ټينګ نیولي دي.

ځايي رسنیو د ځینو عیني شاهدانو له خولې ویلي، د الوتکې کوربانه نه دي توانېدلي چې د هغه مخه ونیسي ځکه چې الوتکه د کېناستو په حالت کې وه.

دوی همدا راز ویلي چې دغه کس خو ان هڅه کوله چې له الوتکې په همدې روانه کې ټوپ کړي.

یوه ۴۴ کلن سړي یوناپ خبري اژانس ته ویلي، “د دروازې تر څنګ ناست خلک یو په بل پسې بې هوښه کېدل او د الوتکې عملې پر ډاکټرانو غږ کاوه چې مرستې ته ورشي”.

دغه کس زیاته کړې، “فکر مې کاوه مرګ ته روان یم او الوتکه به له منځه لاړه شي”

ځايي رسنۍ وايي، په د اسیانا شرکت په دې الوتنه کې د ښوونځي ګڼ زدکوونکي هم ناست وو چې د اوونۍ رخصتۍ په ترڅ کې لوبو او سیالیو ته روان وو.

یوناپ خبري اژانس ته یوه پلار ویلي، “ماشومان لړزېدل، ژړل یې او ډار شوي وو.

اسیانا هوايي شرکت ویلي‌ چې پولیسو په دې اړه پلټنې پیل کړې دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "په هوا کې د الوتکې دروازې خلاصولو سړی بندي کړ او سورلي یې له ساه لنډۍ سره مخ کړه"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*