په هېواد کې د پولیو شپږ نوې پېښې ثبت شوې دي

💬0

په هېواد کې د پولیو شپږ نوې پېښې ثبت شوې دي

د روغتیا نړیوال سازمان په روانه اوونۍ کې د پولیو یا ګوزڼ د شپږو نویو مثبتو پېښو د ثبتېدو خبر ورکړی دی.

د دغه سازمان د راپور له مخې، درې پېښې په کندهار، دوه د ننګرهار په بټي‌کوټ او ګوشتې ولسوالیو او یوه هم د کابل په موسهي ولسوالۍ کې ثبت شوې ده. د دغو شپږو نویو پېښو په ثبتېدو سره، په ۲۰۲۶ کال کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۴۲ ته رسېدلی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان د راپور په یوه برخه کې راغلي: «د پولیو په دغو نویو پېښو کې درې د کندهار ولایت، دوه د ننګرهار ولایت د بټي‌کوټ او ګوشتې ولسوالیو او یوه هم د کابل ولایت د موسهي ولسوالۍ اړوند ده. د دغو پېښو د نښو د څرګندېدو نېټې د ۱۴۰۵ کال د وږي میاشتې له ۳مې تر ۱۸مې پورې دي.»

په همدې حال کې، د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د پولیو د مثبتو پېښو شتون ردوي او راپور شوې پېښې شکمنې بولي.

د دغه وزارت ویاند وايي، د دغو راپورونو د څېړلو لپاره ځانګړی ټیم جوړ شوی، چې اړوندو ولایتونو ته سفر کوي او راپور شوې پېښې به په دقیق ډول وڅېړي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت‌زمان امرخېل ویلي: «د تېر او روان کال دواړه پېښې شکمنې وې. تېر کال هم یو شمېر مثبتې پېښې راپور شوې وې، خو کله چې زموږ ټیم سیمې ته ولاړ، د دغو کسانو روغتیايي وضعیت داسې نه و چې ګواکې هغوی دې په پولیو اخته وي، بلکې د هغوی وضعیت له دې ناروغۍ سره ډېر توپیر درلود. له همدې امله، سږ کال هم یو ټیم جوړ شوی چې د پېښو د څېړلو او تایید لپاره یې خپل کار پیل کړی دی.»

بلخوا، ډاکټران د پولیو د واکسین د تطبیق د پراختیا ترڅنګ، د واکسین د ګټو په اړه د عامه پوهاوي پر زیاتوالي ټینګار کوي.

ډاکټر پسرلي عبدالرحمن ویلي: «نړیوال سازمانونه کولای شي په دې برخه کې ډېره پانګونه او مرستې وکړي او په افغانستان کې له شته بنسټونو سره همکاري وکړي، څو د پولیو ناروغي په افغانستان کې له منځه یوړل شي.»

بل ډاکټر منیب‌الله ذهین ویلي: «پولیو په عمومي ډول درملنه نه لري، خو د مخنیوي یوازینۍ لار یې واکسین دی. د دې لپاره چې دغه ناروغي زموږ په هېواده له منځه یوړل شي، کورنۍ باید د واکسیناسیون په هر کمپاین کې له واکسیناتورانو سره د خپلو ماشومانو د واکسین کولو په برخه کې همکاري وکړي.»

افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازیني دوه هېوادونه دي چې د پولیو ویروس لا هم په کې په بومي ډول خپرېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د خلکو تګ راتګ، په ځینو سیمو کې د واکسین ټیټ پوښښ، ناامني او ټولو ماشومانو ته د واکسیناتورانو نه لاسرسی، د دې ناروغۍ د له منځه وړلو پر وړاندې له مهمو ننګونو څخه دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "په هېواد کې د پولیو شپږ نوې پېښې ثبت شوې دي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*