په پاکستان کې د افغاني خوړو مینوال ډیر شوي

په پاکستان کې د افغاني خوړو مینوال ډیر شوي
په پاکستان کې د افغاني خوړو مینوال ډیر شوي

په پاکستان کې د هغو افغانانو کارونه اوس ورځ تر بلې د پراختیا په حال کې دي چې خواړه تیاروي. د دوي پېرېدونکي اوس د افغانانو تر څنګ پاکستاني وګړي هم دي.

په افغانستان کې د جمهوریت په پرځېدو ډېرو افغانان هرې خوا ته ځانونه و ایستل، په زیات شمېر یې پاکستان ته ولاړل څو له دغه ځایه خپل اصلي مقصد ځای ته ورسیږي. د دغو افغانانو ستره برخه چې اوس هم په پاکستان کې ژوند کوي؛ د خپل ژوندانه د اړتیا پوره کولو له پاره کوچنیو کارونو ته مخه کړې ده. پاکستان کې ځای پر ځای شوي افغانان اوس په بېلابېلو کارونو خپلې اړتیاوې پوره کوي.

دا هغه افغانان دي چې اوس په پاکستان کې خلکو ته افغاني خواړه تیاروي. په پاکستان کې په خوړو کې ډېر مرچ کارول کیږي او د دغه هېواد خواړه ډېر تند وي، خو افغانان اوس دغلته خپل خواړه تیاروي. د دوي پېرېدونکي اوس ورځ تر بلې ډیریږي. په دغو کسانو کې پاکستانیان هم شته. دوي وایي د افغانانو خواړه ځکه خوښوي چې ډېر توند نه دي او مرچ پکې کم استعمال شوي. په پاکستان کې د افغان خوړو تیارونکي له خپل کارڅخه خوښ بریښي.

کوم افغانان چې افغاني خواړه خوري، په دې خوښ دي او غوښتنه یې دا ده چې د دغو خوړو د تیارولو ځایونه دې لا ډېر شي. د افغاني خوړو پاکستاني علاقمندان وایي چې افغاني خواړه ځکه خوښوي چې مرچ نه لري او له روغتیایي پلوه دغه خواړه ډېر ګټور دي. دوي وایي له خپلو کورنیو سره یو ځای د افغاني خوړو د خوړلو له پاره هوټلونو ته ورځي. لا معلومه نه ده چې په پاکستان کې څومره هوټلونه افغاني خواړه برابروي.

د ویلو ده چې افغاني خواړه په ځانګړې توګه قابلي پلو، آشک، منتو او پیرکي نړیوال شهرت لري او دا مهال د پاکستان په ګډون د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د خوړو دغه ډولونه ډېر مینه وال لري.

اقم علي چې د پاکستان د کراچۍ اصلي اوسېدونکی دی او دا مهال په پلازمېنه اسلام اباد کې ژوند کوي وايي چې که څه هم په پاکستاني خوړو کې مرچ او مساله زياته کارول کېږي، خو افغاني خواړه يې ډېر خوښېږي او وايي چې په افغاني خوړو کې منتو ډېر خوښېږي. هغه زياته کړه چې له نږدې دوو کلونو راهيسې چې په اسلام اباد کې د افغانانو شمېر زيات شوى دی ځینو افغانانو رستورانتونه جوړ کړي دي.

قابلې پلو، تکه کباب او منتو د افغانستان له مشهورو خوړو څخه دي چې د پاکستانیانو ترمنځ یې هم مینوال ډیر شوي دي.

قابلې پلو، تکه کباب او منتو د افغانستان له مشهورو خوړو څخه دي چې د پاکستانیانو ترمنځ یې هم مینوال ډیر شوي دي.
قابلې پلو، تکه کباب او منتو د افغانستان له مشهورو خوړو څخه دي چې د پاکستانیانو ترمنځ یې هم مینوال ډیر شوي دي.

د پاکستان د خیبرپښتونخوا اوسیدونکی حمزه مشتاق چې د کار او سودا له پاره پلازمېنه اسلام اباد ته راغلی وايي یوه ورځ په ښارګوټي کې یوه افغاني رستورانت ته ورغلم چې د افغانستان پلو په نوم یادیږي. هغه زیاتوي چې له هغې ورځې راهيسي چې ما افغاني خواړه تجربه کړل، نور خواړه مې هېر شوي دي.

حمزه دا مني چې افغاني خواړه، په ځانګړې توګه قابلې پلو او تکه کباب خورا خوندور دي او اوس زه په اونۍ کې دوه ځله دې رستورانت ته راخم او‌ افغانې خواړه خورم. افغاني خواړه د خپل خوند له کبله هم پیژندل کیږي چې د نورو جنوب آسیايي هیوادونو په پرتله پکې مصالحه جات او مرچ کم کارول کیږي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "په پاکستان کې د افغاني خوړو مینوال ډیر شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*