په پاکستان کې ډېرېدونکې بې ثباتي پر افغانستان اغېز کوي

په پاکستان کې سیاسي بې ثباتي پداسې حال کې دوام لري چې دغه هېواد د سختو اقتصادي ستونزو سره هم مخامخ دی او د پاکستاني طالبانو په بریدونو کې زیاتوالی راغلی دی. شنونکي وايي، دا وضعیت پر افغانستان هم اغېز کوي.

تیره میاشت د پولیسو له خوا د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان د نیول کېدو په اعتراض کې په دغه هېواد کې له تشدد څخه ډکې مظاهرې وشوې. ددغه مظاهرو په تور په سلګونو کسان نیول شوي دي.

ګڼ شمیر دغه نیول شوي کسان لا تر اوسه د پولیسو په توقیف کې دي او حکومت پتېیلې چې په پوځي محکمو کې به محاکمه کیږي خو د مهال وېش په اړه یې تراوسه څه ندي ویل شوي.

د سیاسي چارو شنونکی مایکل کوګلمن وايي په پاکستان کې روان کړکېچ به په افغانستان بدې اغیزې ولري. نوموړی وايي، روان وضعیت او اقتصادي کړکېچ اسلام اباد هڅولی چې له افغانستان سره د سوداګرۍ د پیاوړي کولو لپاره کار وکړي.

دا ټول پداسې حال کې روان دي چې د کالدارې بیه د ډالر په بدل کې په بیسارې ډول رالوېدلې او پاکستان د اقتصادي ځوړ په درشل کې دی.

د چارو ځینې شنونکي وايي چې د سیمې هېوادونه به په پاکستان کې روان وضعیت ته په کتو تصمیم نیسي چې له اسلام اباد سره کوم ډول اړیکې ولري.

شنونکی ماروین واینبام وايي، د کورنۍ جګړې اندیښنه موجوده ده چې د نوموړي په خبره، د سیمې د هیڅ هیواد په ګټه نه ده. هغه وايي: “که حالات کنټرول نه شي، حکومت دې ته اړ کیدی شي چې د زور نه کار واخلي. خو لږ تر لږه د سیمې هر هیواد به ښه پوه شي چې له پاکستان سره په آینده کې څه ډول اړیکې ولري.”

په پاکستان کې دا وخت په میلیونو افغان کډوال پراته دي. د شنونکو په باور، د پاکستان په کړکېچن سیاسي او اقتصادي وضعیت کې په دومره لوی شمیر د افغانانو ژوند کول په افغانستان هم اغېز لري.

د سي ای اې پخوانی کارکوونکی او شنونکی ډګلس لنډن د افغان کډوالو، د ډېورنډ کرښې دواړو غاړو ته پرتو قومونو او ورسره تړلو موضوعاتو ته په اشاره وايي: “داسې مسایل به رامنځته شي چې د دواړو ملکونو لپاره حساس او کلیدي دي. زه فکر کوم، تاسو پوهېږئ، پاکستان چې کومې خوا ته روان دی، هغه به پر ګاونډيو ملکونو جدي اغیزې ولري.”

ګڼ شمیر دغه نیول شوي کسان لا تر اوسه د پولیسو په توقیف کې دي او حکومت پتېیلې چې په پوځي محکمو کې به محاکمه کیږي خو د مهال وېش په اړه یې تراوسه څه ندي ویل شوي.

ګڼ شمیر دغه نیول شوي کسان لا تر اوسه د پولیسو په توقیف کې دي او حکومت پتېیلې چې په پوځي محکمو کې به محاکمه کیږي خو د مهال وېش په اړه یې تراوسه څه ندي ویل شوي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "په پاکستان کې ډېرېدونکې بې ثباتي پر افغانستان اغېز کوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*