په پکتيا کې نجونو د کانکور له پاره نوم لیکنه کړي

په پکتيا کې نجونو د کانکور له پاره نوم لیکنه کړي
په پکتيا کې نجونو د کانکور له پاره نوم لیکنه کړي

د پکتیا پوهنې مسؤلین وایي، په دې ولایت کې یې له توپیر پرته په پنځو ولسوالیو کې د نجونو ښوونځیو ته د کانکور فورمې ویشلي دي.

تېره ورځ ځینو رسنیو د ازموینو ملي ادارې له قوله خبر ورکړ چې د هيواد ۳۱ ولایتونو ته یې د ۱۲ ټولګیو فارغینو ته د کانکور ازموینه کې د کډون له پاره د نوملیکنې فورمې رسولي دي.

په پکتیا کې د تېرو څو اونیو راهیسې د کانکور د نوم لیکنې بهیر پیل شوی دی او تر اوسه د ۱۲ ټولګیو سلګونو فارغینو فورمې ډکي کړي دي.

په دې ولایت کې د هلکانو ترڅنګ نجونو ته هم اجازه ورکړل شوې ده، چې د کانکور په ازموینه کې د ګډون فورمونه ترلاسه کړي او نوم لیکنه وکړي.

حسینه په ګردېز کې د حلیمه خزان د نجونو لیسې څخه فارغه شوې ده او د راتلونکي کانکور ازموینې له پاره یې نوم لیکنه کړې ده. 

حسینه دویچه ویله ته وویل، چې د نوم لیکنې له پاره ښوونځي ته د دوی په ورتګ کوم محدودیت نه و: «ما ته مې ښوونکې زنګ وواهه، چې راشه د کانکور ازموینه له پاره دې فورم ډک کړه. څلور ورځې مخکې ښوونځي ته لاړم، د کانکور فورم مې ډک کړ.»

هغه وایي، چې یو شمېر نورو ټولګیوالو یې هم د کانکور له پاره نوم لیکنه کړي، خو په وینا یې ځینو یې بیا د ناهیلۍ له امله په خپله خوښه د کانکور ازموینې فورمې نه دي ترلاسه کړي: «ځینې نجونې ناهیلې دي او وایي چې پوهنتونونه بند دي، نو که کامیابې شو، بیا هم بې نتیجې ده.»

د پکتیا د پوهنې ریاست مسؤلین وایي، چې د دغه ولایت په ټولو ښوونځیو کې یې د کانکور ازموینې له پاره د نوم لیکنې بهیر پیل کړی. 

د پکتیا د پوهنې ریاست اداري مرستیال مولوي ثمرګل طارق دویچه ویله ته وویل، چې په دغه ولایت کې له کوم توپیر پرته د راتلونکي کانکور ازموینې له پاره د ۱۲ ټولګیو فارغو هلکانو او نجونو ته د کانکور ازموینې فورمونه ورکوي.

هغه وویل: «موږ په څلور پنځو ولسوالیو کې د نجونو لیسې لرو، له هغوی مو د ۱۲ ټولګي ازموینه هم واخیسته او هغوی ته فورمونه هم ورکوو.»

طارق وایي، تر اوسه یې له کابله کوم داسې دستور نه دی ترلاسه کړی، چې له مخې دې دوی ته لارښوونه شوي وي چې د کانکور ازموینې له پاره د فورمونو په ډکولو کې پر چا محدودیت وي.

د پکتیا په مرکز سربېره په ولسوالیو کې هم د هلکانو ترڅنګ نجونو ته اجازه ورکړل شوې ده، چې د کانکور له پاره په نوم لیکنه کې برخه واخلي.

د پکتیا د سیدکرام ولسوالۍ د پوهنې امریت یوه غړي دویچه ویله ته وویل، چې له دیرشو ډېرو نجونو په دې ولسوالۍ کې د کانکور له پاره نوم لیکنه کړي.

ویل کیږي، چې یوه میاشت وړاندې ولایتونو د کانکور ازموینې د نوم لیکنې فورمې لیږل شوي او  په ډېرو ولایتونو کې نجونو ته اجازه ورکړل شوي، چې د کانکور له پاره نوم لیکنه وکړي.

خو په ځینو ولایتونو کې بیا نجونو ته اجازه نه ده ورکړل شوې، چې د کانکور ازموینې له پاره نوم لیکنه وکړي.

په کندهار کې د یوه ښوونځي ښوونکي، چې له نوم اخیستو ډډه کوي، دویچه ویله ته وویل، چې په دغه ولایت کې نجونو ښوونځیوته د کانکور ازموینې فورمې نه دي ورکړل شوي.

هغه زیاتوي:» دلته کندهار کې هیڅ نجلۍ د کانکور له پاره ثبت نام نه دی کړی. زه خپله ښوونکی یم. ښوونځیو ته د کانکور فورمې یوازې د هلکانو له پاره لیږل شوي، چې نوم لیکنه وکړي.«

تېر کال هم افغان حکومت د کانکور په ازموینه کې نجونو ته د ګډون اجازه ورکړې وه او ډېر شمېر نجونې چې مختلفو پوهنځیو ته بریالۍ شوې وې، خو د هغوی درسي بهیر د نه پیلیدو له امله تر اوسه په کور دي.

د پکتیا ولایت اوسېدونکي رڼا د تېر کال په کانکور کې د انګلیسي ادبیاتو پوهنځي ته بریالۍ شوې وه، خو د ددولت له لورې د نجونو پر زده کړو د بندیز له امله تر اوسه بې برخلیکه په کور ناسته ده.

نوموړې دویچه ویله ته وویل، چې د نجونو زده کړو پر وړاندې هیڅ خنډ نشته او له افغان حکومته غواړي، چې دوی ته دې د زده کړو اجازه ورکړي. 

رڼا زیاتوي: «دوی ویل، چې بې حیایي ده خو حجاب یې جبري کړو، د هلکانو او نجونو ټولګي جدا کړل، نو نور کومه ستوونزه ده. اصلا د دوی زړه نه دی، چې موږ دې تعلیم وکړو.»

د پکتیا ولایت دغه محلصه وایي، لوستې نجونې خپل نامعلوم راتلونکي نا هیلې کړي او آن یو شمېر نجونې رواني زیان لیدلی دی.

افغان حکومت تېر کال د نجونو پرمخ له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې وتړلې او ویلي یې دي چې تر«امر ثاني» به تړل شوې وي.

 د پکتیا په ولایت کې د کانکور ازموینې راتلونکې ګډونواله حسینه سره ټولنیزو محدودیتونو بیا هم هیله منه ده، چې ممکن دغه ډله خپل سخت دریځ نرم کړي او یوه ورځ  نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي.

هغه وایي: «که څه زموږ ټولو نجونو په زړونو کې ناهیلۍ دي، خو زه په ناهیلۍ کې بیا هم هیله لرم چې یوه ورځ به پوهنتون ته ځم. دوی ته ټولې پلمې چې د نجونو زده کړو په اړه یې لري، ختمې شوې دي.»

تېره ورځ په افغانستان کې له ژمنیو رخصتیو وروسته پوهنتونونه بېرته پرانیستل شوې دي، خو یوازې هلکانو ته د زده کړو اجازه ورکړل شوي او لا هم د افغان حکومت له لورې ښوونځیو او پوهنتونونو ته د نجونو په ورتګ محدودیت پر خپل ځای دی. 

د پکتیا ولایت د سیدکرام  ولسوالۍ د نجونو د یوه ښوونځي مدیر د نوم نه ښودلو په شرط دویچه ويله ته وویل، چې د ۱۲ ټولګي نیمایي د دوی فارغېنې په کانکور کې برخه نه اخلي.

هغه وویل: «سږ موږ ۲۵ نجونې له ۱۲ ټولګي فارغې کړې، خو یوازې ۱۲ نجونو د کانکور فورمونه ډک کړل. نورو یا د ناهیلۍ له امله او یا هم د کورنۍ د نه اجازې له امله کانکور ته نوم لیکنه نه ده کړي.»

موږ هڅه وکړه، چې د کانکور په راتلونکي ازموینه کې د نجونو د ګډون په اړه د پوهنې او لوړو زده کړو وزارت د مسؤلینو غبرګون هم واخلو، خو له ډېرو هڅو سره یې په نظر اخیستو بریالي نه شوو.

خو دولتی ادارې د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد نن سه شنبه په کابل کې یوې غونډې ته ویلې دي، چې د «نجونو زده کړې مطلق نه دې بندې شوي، بلکې تر امر ثاني پورې یې ځنډولي دي.»

د نجونو پر کار او زده کړو د بندیزونو نړیواله ټولنه او د بشري حقونو یو شمېر بنسټونه سخت اندیښمن کړي او له همدې امله یې په افغانستان یو شمېر نړیوالې مرستې هم محدودې کړې دي.

د يوه تازه راپور له مخي د ښځو د نړیوالي ورځي په درشل کې اروپايي ټولني په افغانستان کې له ښځو سره د تاوتريخوالي له کبله پر دوو افغان وزيرانو بنديزونه لګولي دي.

د افغان لوړو پوړو چارواکي په بیا بیا ویلي، چې د خنډونو په لرې کولو او سم درسي چاپیریال له رامنځته کولو وروسته به پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونو دروازې پرانیزي، خو تر اوسه داسې نه ښکاري  چې په نږدې ورځو کې نجونې ښوونیزو بنسټونو ته د تګ اجازه ترلاسه کړي. 

تر اوسه پوره يوه هيواد هم د افغان حکومت په رسميت نه دی پيژندلی او کتونکي په دې باور دي چې که چارواکو خپل سخت دریځ نرم کړي، ښځو او نجونو ته د زده کړو او کار کولو اجازې سربېره بشري حقونو ته درناوی وکړي، کيدای شي دا کار له افغان حکومت سره د نړۍ د هيوادونو له لورې په رسمیت پیژندلو کې مرسته وکړي. 

منبع

7 Comments on "په پکتيا کې نجونو د کانکور له پاره نوم لیکنه کړي"

  1. ډيره ښه خبره دا انجونو پر مخ دا کانکور ازموينه شروع شې او رسميت پيژندولو ته څه نا څه لار هواره کړي

  2. ولایت خوست
    ولسوالۍ مرکز
    کلی لکڼ
    فارغت دولسم

  3. زه غواړم چې پدې کانکور کې د ګډون شمولیت راکړي

    • عبدالباقی حقاني وويل چی په تيرو شلو کلونو کی چی چا تعلیم کړی د هغوی نه د خير طمع نلرو .. نو د نجونو معزوزو خويندو ډير اخترامانه غوښتنه کوو صبر او حوصله مو مه بايلی دا د جهل توره ورځ به هم تيره شي زه د يو فارغ شوي محصل په صفت اطمینان درکوم چي د هري تياری تورتم وروسته رڼا راځي .. انشاء الله حق ګټونکی دی.

  4. ده فورمو ویشل په درد نخوری چی تو څو یی پر مخ د پوهنتونونو دروازی خلاصی نشی

  5. داډیره یو ښه نظر دی چی انجونو پر وړاندی پوهنتونونه مکتبونه حلاس شی دادی رسمیت پیژنده نی ته لار هواره وی

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*