په کابل کې چاودنه؛ اووه تنه وژل شوي او ۲۰ نور‌ ټپیان دي

‏په کابل کې د طالبانو د حکومت چارواکو ویلي چې نن سه شنبې، نومبر ۷ (لړم ۱۶مه)‌په سیمه ایز وخت، شاوخوا شپږ بجې ‏د کابل ښار د دشتې برچې په سیمه کې د ملکي خلکو د سورلۍ په یو کاسټر موټر چاودنه شوې.

د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدران په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې په دغه چادونه کې ۷ تنه وژل شوي او ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د نوموړي په وینا، ‏سیمې ته امنیتي پلټونکي ټيمونه رسیدلي او د پیښې په اړه څیړنې پیل شوي دي.

بلخوا د کابل د لوېديځ يو شمېر اوسېدونکو پر ټولنيزو شبکو ليکلي، چې چاودنه د دشت برچي د مهتاب کلا په سيمه کې د محمد علي جناح روغتون ته څېرمه په يوه “کاسټر” ډوله موټر شوې ده.

تر اوسه د دې چاودنې نوعیت نه دی په ډاګه شوی، خو د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو لیکلي چې دا پېښه د مقناطیسي ماین د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

همداراز تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخيستې، خو په تېرو وختونو کې داعش‌ ډلې په شيعه مېشتو سيمو او د شيعه ګانو پر مذهبي ځايونو ددغه راز بريدونو مسئوليت پر غاړه اخيستى دى.

د اکتوبر په ۲۶مه د دشت برچي په پل سوخته سیمه کې په یو ورزشي کلب کې د چادونې له امله څلور تنه وژل شوي او نهه تنه نور ټپیان شول. د دغه چاودنې پړه بیا وروسته داعش ډلې پر غاړه واخیستله.

همداراز د بغلان ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د اکتوبر په ۱۳ (تلې۲۱مه) د پلخمري ښار په یوه جومات کې د چاودنې له امله لږ تر لږه ۱۰ تنه شیعه مذهبه لمونځ کوونکي وژل شوي او ۱۵ تنه نور ټپیان شول. د داعش خراسان څانګې وروسته ددغه برید پړه پر غاړه واخیستله.

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو په بیا واکمنیدو سره، امنیتي پېښې د پام وړ کمې شوې، خو د داعش خراسان څانګه لا هم په افغانستان کې د یوه امنیتي ګواښ په توګه پاتې ده او له دوو کلونو راهیسې د ډېرو چاودنو او نورو امنیتي پېښو مسووله ده.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "په کابل کې چاودنه؛ اووه تنه وژل شوي او ۲۰ نور‌ ټپیان دي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*