پوتين غواړي په بلاروس کې تاکتيکي اټومي وسلې ځای پر ځای کړي

پوتين غواړي په بلاروس کې تاکتيکي اټومي وسلې ځای پر ځای کړي
پوتين غواړي په بلاروس کې تاکتيکي اټومي وسلې ځای پر ځای کړي

د اوکراين په جګړه کې روسيې څو ځله د اتومي وسلو د استعمال ګواښ کړی و. اوس پوتين اعلان وکړ چې په ګاونډي هېواد بلاروس کې به د روسیې تاکتيکي اتومي وسلې ځای پر ځای کړي.

پوتين وويل دا چې د امريکا متحده آيالات هم په اروپا کې اتومي وسلې لري، نو روسيه به اوس په بلاروس کې اتومي وسلې ځای پر ځای کړي. د هغه په خبره د مسکو او مينسک مشرتابه دغه پرېکړه کړې ده. روسيه د پوتين د څرګندونو له مخې چې خبرې يې په دولتي تلويزيون کې خپرېدې، په دغه ګام سره د اتومي وسلو ضد له نړيوال قراردار څخه سرغړونه نه کوي او دې ته يې اشاره وکړه چې د امريکا متحده آيالات هم په اروپا کې له خپلو متحدينو سره اتومي وسلې لري. د هغه په وينا »موږ هغه څه کوو چې دوی يې د لسيزو راهيسې کوي.

بلاروس هم له روسيې او هم له اوکراين سره ګډه پوله لري. د امريکا متحده آيالات په آلمان کې اتومي وسلې ځای پر ځای کړې دي. پوتين پخوا لا د دغو وسلو لېرې کول غوښتي وو چې ځان او خپل هېواد ته يې ګواښ بولي. اوس پوتين دا هم وويل چې روسيه به د امريکا په څېر خپلې اتومي وسلې کوم بل هېواد ته نه ور پرېږدي، بلکې هغه به هلته ځای پر ځای کيږي او د استعمال په اړه د روزنې يو پروګرام به صورت ونيسي

  پوتين اعلان وکړ چې دغه روزنيز پروګرام به د اپريل په دريمه نېټه په بلاروس کې پيل شي. د اسکندر په نوم د راکټونو له پاره سنګرونه به هلته د جولای په لومړۍ نېټه بشپړ شوي وي. د اسکندر په نوم توغندي په اتومي خوليو يا سرګلولو سمبالېدای شي. له مينسک څخه په دې هکله څه نه دي ويل شوي. بلاروس او واکمن يې الکساندر لوکاشېنکو د مسکو له نژدې متحدينو څخه دي. د پوتين په خبره لوکاشېنکو تل د تاکتيکي اتومي وسلو غوښتنه ورڅخه کړې وه. لوکاشېنکو »د اروپا وروستی ديکتاور« بلل کيږي. نوموړی په تاسف سره دې ته ګوري چې بلاروس د شوروي اتحاد تر ړنګېدو وروسته خپلې اتومي وسلې له لاسه ورکړې دي. اوکراين هم په هغه وخت کې خپلې اتومي وسلې له لاسه ورکړې

پوتين زياته کړه چې روسيې له بلاروس سره د الوتکو په تجهيزولو کې مرسته کړې ده چې هغه هم اوس تاکتيکي اتومي وسلې توغولی شي. تاکتيکي اتومي وسلې د بين القاروي راکټونو په نسبت لنډ واټن ويشتلی شي، خو بيا هم په سلګونو کيلومتره لېرې هدفونه په نښه کولی شي. د چاودنې قوت يې د ۱ او ۵۰ کيلوټنو ټي ان ټي په اندازه وي. روسيه البته ستراتيژيکې اتومي وسلې په بلاروس کې نه ځای پر ځای کوي چې مثلاً د امريکا متحده آيالاتو ته رسېدلی شي

د تاکتيکي اتومي وسلو په ځای پر ځای کولو سره روسيه د اوکراين په جګړه کې له ناټو سره زياتېدونکې ترينګلتيا ته غبرګون ښيي. روسيې څه باندې يو کال مخکې په اوکراين باندې پوځي يرغل کړی و. مسکو د بريتانيا له خوا اوکراين ته د يورانيمو د مرميو پر لېږد هم انتقاد کوي. دغه د يورانيمو مرمۍ ډېرې زورورې دي او مثلاً ټانکونه له منځه وړلی شي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "پوتين غواړي په بلاروس کې تاکتيکي اټومي وسلې ځای پر ځای کړي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*