پښتونخوا کې په طوفاني بارانونو کې 27 تنه مړه شوي حکومت د مرستو ژمنه کړې

پښتونخوا کې

په خېبر پښتونخوا کې د قدرتي افتونو په وخت د انتظام ادارې [پي ډي اېم اې] ويلي د صوبې په جنوبي ضلعو کې د طوفاني بارانونو او سيلۍ له امله 27 تنه مړه او 146 ژوبل شوي دي. د خېبرپښتونخوا حکومت ويلي، د اغېزمنو کورنيو سره هر ډول ممکنه مرستې کولی شي.

د جمعې په ورځ د خېبرپښتونخوا په بنو، لکي مروت، کرک او ډېره اسماعيل خان کې طوفان باران او سيلۍ راغلې وه.

پي ډي اېم ای پرون د باران او سيلۍ له امله د اوښتي تاوان تفصيل مطبوعاتو سره شريک کړی وو.

ويل شوي، په مړه شوو کسانو کې 15 تنه سړي يواځې په بنو کې مړه شوي وو، په لکې د درېو ماشومانو او يوې ښځې په ګډون پينځه تنه، کرک کې د درېو ماشونو په ګډون پينځه تنه او دوه ماشومان په ډېره اسماعيل خان کې مړه شوي وو.

دغه ډول په 100 تنه په لکي مروت او 42 تنه په لکي مروت کې ژوبل شوي وو.

د پي ډي اېم اې ترمخه طوفاني باران او سیلۍ 69 کورونو ته هم تاوان اړولی دی.

د پاکستان د موسمیاتو وزيرې شېري رحمان ويلي، په خېبرپښتونخوا او پنجاب کې د بارانونو له امله 29 تنه مړه شوي دي.

هغې په پېښه کې د خلکو په مړینه خفګان څرګند کړی او زياته کړې یې ده د سيند صوبې وروسته په پنجاب او پښتونخوا کې د پشکالي بارانونو نه وړاندې د طوفانونو او سختو بارانونو له امله تباهي کېدل د اندېښنې وړ دي.

د پاکستان وزيراعظم شهباز شریف هم په خېبرپښتونخوا او پنجاب کې د طوفاني بارانونو له امله په مړينو خواشيني څرګنده کړې او ویلي یې دي دغه پېښې کېدل د ماحولياتي بدلون د اثراتو اغېزې دي.

هغه زياته کړې پاکستان په هغو ملکونو کې يو دی کوم چې د ماحولياتي بدلونو د سختو اغېزو لاندې دی، ټولو له په ګډه د دې د مخنيوي دپاره سنجيده ګامونه اخستل پکار دي.

منبع

په پښتونخوا کې د قدرتي افتونو په وخت د انتظام ادارې [پي ډي اېم اې] ويلي د صوبې په جنوبي ضلعو کې د طوفاني بارانونو او سيلۍ له امله 27 تنه مړه او 146 ژوبل شوي دي. د خېبرپښتونخوا حکومت ويلي، د اغېزمنو کورنيو سره هر ډول ممکنه مرستې کولی شيد جمعې په ورځ د خېبرپښتونخوا په بنو، لکي مروت، کرک او ډېره اسماعيل خان کې طوفان باران او سيلۍ راغلې وه.پي ډي اېم ای پرون د باران او سيلۍ له امله د اوښتي تاوان تفصيل مطبوعاتو سره شريک کړی وو.ويل شوي، په مړه شوو کسانو کې 15 تنه سړي يواځې په بنو کې مړه شوي وو، په لکې د درېو ماشومانو او يوې ښځې په ګډون پينځه تنه، کرک کې د درېو ماشونو په ګډون پينځه تنه او دوه ماشومان په ډېره اسماعيل خان کې مړه شوي وو.دغه ډول په 100 تنه په لکي مروت او 42 تنه په لکي مروت کې ژوبل شوي وو.د پي ډي اېم اې ترمخه طوفاني باران او سیلۍ 69 کورونو ته هم تاوان اړولی دی.د پاکستان د موسمیاتو وزيرې شېري رحمان ويلي، په خېبرپښتونخوا او پنجاب کې د بارانونو له امله 29 تنه مړه شوي دي.هغې په پېښه کې د خلکو په مړینه خفګان څرګند کړی او زياته کړې یې ده د سيند صوبې وروسته په پنجاب او خېبرپښتونخوا کې د پشکالي بارانونو نه وړاندې د طوفانونو او سختو بارانونو له امله تباهي کېدل د اندېښنې وړ دي.د پاکستان وزيراعظم شهباز شریف هم په پښتونخوا کې او پنجاب کې د طوفاني بارانونو له امله په مړينو خواشيني څرګنده کړې او ویلي یې دي دغه پېښې کېدل د ماحولياتي بدلون د اثراتو اغېزې دي.هغه زياته کړې پاکستان په هغو ملکونو کې يو دی کوم چې د ماحولياتي بدلونو د سختو اغېزو لاندې دی، ټولو له په ګډه د دې د مخنيوي دپاره سنجيده ګامونه اخستل پکار دي.

لومړی نظر وکړئ on "پښتونخوا کې په طوفاني بارانونو کې 27 تنه مړه شوي حکومت د مرستو ژمنه کړې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*