هلمند کې د تښتول شویو دوو ماشومانو جسدونه یو څاه کې موندل شوي

هلمند ولایت کې د طالبانو سمیه ییز چارواکي وايي، چې د هغو دوو ماشومانو جسدونه یې په یو څاه کې موندلي، چې درې ورځې دمخه سړي تښتوونکو له خوا ددغه ولایت د ګرشک ولسوالۍ کې تښتول شوي و.

د هلمند په ولایت کې د طالبانو د پولیسو ویاند عزت الله حقاني د دوشنبې په ورځ جولای لسم(چنګاښ ۱۹) امریکا غږ ته وویل، چې ستړي تښتوونکو د دغه ماشومانو د کورنۍ څخه چې سره ورونه و، د خوشې کیدو په بدل کې د درې میلیونو پاکستانۍ کلدارو غوښتنه کړې وه.

هغه وویل، چې ددغو دواړو ماشومانو جسدونه د وژلو وروسته یو څاه ته اچول شوي و.

ښاغلي حقاني وویل، چې طالبانو امنیتي ساتوونکو دوه تنه ددې پیښې په تړاو نیولي، چې نیولو شویو تورونو طالبانو ته ددغو ماشومانو جسدونه هم ښودلي دې چې په یوې ژورې څاه کې یې اچولي و.

په تیرو نږدې ۲۳ میاشتو کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته د کابل په ګډون په ډیرو ولایتونو کې د سړي تښتونې پیښې ترسره شوي، خو دا لومړی ځل دی، چې ماشومان د سړي تښتونکو له خوا د تښتونې وروسته وژل شوي دي.

افغانستان کې د ملکي تلفاتو په اړه د ملګروملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر ” یوناما” وروستی راپور، چې د جون ۲۷( چنګاښ شپږم) خپور کړی ویلي، چې دغې ادارې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ د ۱۵ څخه د روان ۲۰۲۳ کال د مۍ د میاشتې تر ۳۰ پورې د مرګ او ژوبلې ۳۷۷۴ پېښې ثبت کړي چې درې په څلورمه برخه یې په عبادت ځایونو، ښوونځیو او مارکیټونو کې د چاودنو له کبله دي. یوناما په دغه راپور کې ویلي چې په دغې مودې کې د ماشومانو په ګډون ” ۱۰۹۵ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۶۷۹ تنه نور ټپیان شوي” دي.

په ورته وخت کې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې په تیر ۱۴۰۱ لمریز کال کې په افغانستان کې نږدې ۱۲ زره جنیايي پیښې ثبت کړي،چې ددغو پیښو په تړاو یې له ۱۶ زرو څخه زیات کسان نیولي دي.

ددغه وزارت ویاند عبدالمتین قانع رسنیو ته په یو استولي ویډیوي پیغام کې ویلي، چې د تیرکال پرتله سږکال په جینايي پیښو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

هغه ویلي، چې په ۱۴۰۱ کال کې په افغانستان کې ټولې ۱۱ زره او ۸۰۰ جینايي پیښې شوي، چې په تړاو یې ۱۶ زره او ۶۰۰ تنه نیول شوي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "هلمند کې د تښتول شویو دوو ماشومانو جسدونه یو څاه کې موندل شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*