کابل کې د کتابونو چاپ او خپراوي لپاره نوی مرکز

کابل کې د قرانکریم او نورو کتابونو او کاغذونو د چاپ او خپراوي اړوندو مسایلو ته د رسېدنې په موخه د “کلتوري ښار” په نوم یو مرکز جوړوي. 

د دغه وزارت ویاند وایي، تر دې مهاله د دغه “کلتوري ښار” ۹۰ سلنې چارې مخته تللې دي.

خبیب غفران زیاته کړې: «د اطلاعاتو او کلتور وزارت هڅه کوي چې د کتاب، قرانکریم او کاغذ د چاپ او خپراوي چارو لپاره د کابل په مرکزي برخه کې د کلتوري ښار په نوم یوه سیمه ځانګړې کړي، چې کارونه یې تر ۹۰ سلنې بشپړ شوي دي.» 

د کابل ځينې اوسېدونکي د “کلتوري ښار” جوړېدل د کتاب لوستنې د ترویج لپاره اغېزناک کار ګڼي.

د کابل اوسېدونکي، عبدالرحمن طلوع‌نیوز ته و ویل: «دا چې د مطالعې او د دې کلتور د ترویج لپاره کار کیږي، دا یو اغېزناک ګام دی او باید ترسره شي. دا کار ځوانان هڅوي چې مطالعه وکړي.»

د کابل بل اوسېدونکي، فیصل و ویل: «که په دغه کلتوري ښار کې یو کتابتون هم وي، چې ځوانان ترې ګټه واخلي، نو دا به ډېر ګټور وي.»

د اطلاعاتو او کلتور وزارت په پلازمېنه کې د کتابونو د خپراوي، مطالعې او پلورولو د یوه لوی مرکز نشتوالی جدي ستونزه یاده کړې او د “کلتوري ښار” جوړېدل یې د کتاب او مطالعې د کلتور د دودېدو لپاره یوه بنسټیزه اړتیا ګڼلې ده.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "کابل کې د کتابونو چاپ او خپراوي لپاره نوی مرکز"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*