پروان کې د مرکزي اسیا، روسیې او اوکراین انګورو مثبته پایله ورکړې

💬0

پروان کې د مرکزي اسیا، روسیې او اوکراین انګورو مثبته پایله ورکړې

په پروان کې یوه افغان بڼوال له مرکزي اسیا، روسیې او اوکراین څخه راوړي شاوخوا ۵۰ ډوله انګور په خپل بڼ کې روزلي دي.

میر حمزه وایي دغه انګور ښه کیفیت لري او د افغانستان له عادي انګورو سره توپیر لري.
 
میرحمزه طلوع‌نیوز ته و ویل: «د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو مو غوره انګور را ټول کړل، دلته مو تجربه کړل او مثبته پایله یې ورکړه.»

نوموړی وایي، هیله لري چې د انګورو د نویو ډولونو روزنه به، د پروان په بڼونو کې د تنوع ترڅنګ، په ټول هېواد کې د دې حاصلاتو د کیفیت او اقتصادي ارزښت د لوړولو زمینه هم برابره کړي.

میرحمزه زیاته کړه: «دا انګور له نورو ټولو انګورو توپیر لري او ډېر خسته هم نه لري.»

پروان کې بل بڼوال، سید عالم و ویل: «ما خپله هم له میر حمزه دغه انګور واخیستل او خپل باغ کې مې کرلي او دا سوداګریز انګور دي.»

د پروان د والي ویاند وایي چې مسوولین هڅه کوي د اصلاح شویو تخمونو د وېش، د درملو د برابرولو او د بڼوالو د ملاتړ له لارې په دغه ولایت کې کرنیز تولیدات زیات کړي.

د پروان د والي ویاند، سید حکمت ‌الله شمیم و ویل: «د پروان ولایته مشرتابه د بزګرانو د ملاتړ، د اصلاح شویو تخمونو د وېش او بېلابېلو برخو کې همکاري کوي.»

وبه ولیدل شي چې له بهره راوړل شوي دا انګور به د پروان په بڼونو کې پاتې شي او که نه او تر ټولو مهمه دا چې ایا د افغانستان په بازارانونو کې به خپل ځای پیدا کړي که نه!

منبع

لومړی نظر وکړئ on "پروان کې د مرکزي اسیا، روسیې او اوکراین انګورو مثبته پایله ورکړې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*