ډبلیو ایچ او: په مې کې نږدې يونيم ميليون افغانانو ته روغتيايي خدمات رسېدلي

د روغتیا نړیوال سازمان یا ‘ډبلیو ایچ او’ وایي، په مې میاشت کې یې نږدې یونیم ميلیون افغانانو ته روغتیایي خدمتونه رسولي دي.

دې سازمان پرون یکشنبې په یوه ټویټ کې وویل چې دغه خدمتونه یې تر خپل پوښښ لاندې د افغانستان د ۱۰۱۸ روغتیایي مرکزونو له لارې رسولي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د دې سازمان او نورو شریکانو زیاتره مرستې د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې پر خوارځواکۍ اخته له امیندوارو ښځو او ماشومانو سره شوي دي.

ياد سازمان همدارنګه ویلي چې په دې موده کې یې په افغانستان کې ۶۹ روغتیایي مرکزونو ته ۴۳ ټنه د طبي او غیرطبي وسایلو او تجهیزاتو مرستې رسولې دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ډبلیو ایچ او: په مې کې نږدې يونيم ميليون افغانانو ته روغتيايي خدمات رسېدلي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.

*