
کابل کې علمي غونډه؛ د افغانستان طبیعي سرچینې او د مدیریتکولو ننګونې
د علومو اکاډمۍ له لوري په کابل کې د «افغانستان د طبیعي سرچینو دوامدار مدیریت» تر سرلیک لاندې علمي ـ څېړنیزه غونډه جوړه شوه.
د دې غونډې موخه د هېواد د طبیعي سرچینو د ظرفیتونو ارزونه، د شته ننګونو پېژندنه او له دغو سرچینو څخه د دوامدارې ګټې اخیستنې لپاره د علمي حللارو وړاندې کول بلل شوي دي.
د اسلامي امارت رییسالوزرا په یوه پیغام کې د طبیعي سرچینو پر علمي پېژندنې، سالم مدیریت او دوامدارې ساتنې ټینګار کړی او له دغو سرچینو څخه د اقتصادي ځانبسیاینې لپاره د عملي لارو چارو د موندلو غوښتنه یې کړې ده.
د علومو اکاډمۍ د طبیعي او تخنیکي علومو مرستیال امیرجان ثاقب وویل: «د طبیعي سرچینو مدیریت باید له دودیزو او لنډمهالو لارو څخه په علمي، جامع او دوامدار مدیریت بدل شي او پرېکړې باید د څېړنو، مطالعاتو او کره علمي ارزونو پر بنسټ وشي.»
په دې غونډه کې د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال ویلي، د افغانستان د طبیعي سرچینو مدیریت له علمي څېړنو او د شته ظرفیتونو له پېژندنې پرته ممکن نه دی او د ځمکې لاندې اوبو بېرویه استخراج او اقلیمي بدلونونه په دې برخه کې له جدي ننګونو څخه دي.
نوموړي د نوي کېدونکې انرژۍ، عصري ټکنالوژۍ او پرمختللو اوبولګولو سیسټمونو پر کارولو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د سم مدیریت له لارې د هېواد له طبیعي ظرفیتونو څخه د دوامدارې پراختیا لپاره ګټه اخیستل کېدای شي.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري وویل: «په هېواد کې ډېر فرصتونه شته چې دغو حللارو ته په پام سره کولای شو پر ډېرو ننګونو برلاسي شو. د بېلګې په توګه، زموږ په پالیسیو کې باید نوي کېدونکې انرژۍ ته لا ډېره پاملرنه وشي او په دې برخه کې څېړنې او پراختیا زیاته شي.»
د کرنې وزارت او د چاپېریال ساتنې ادارې استازو هم د علمي څېړنو پر بنسټ د طبیعي سرچینو پر مدیریت او د عصري ټکنالوژۍ پر کارولو ټینګار کړی دی.
د علومو اکاډمۍ غړي څېړونکي سیدنعیم سایق وویل: «د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پالیسیو او قوانینو په چوکاټ کې د طبیعي سرچینو ساتنې، د ځنګلونو بیارغونې، د څړځایونو، طبي بوټو او خوندي سیمو پراختیا او د هېواد د وحشي ژوو او اوبیزو حوزو ساتنې ته ژمن دی.»
د غونډې ویناوالو ټینګار کړی چې افغانستان ارزښتناکې طبیعي سرچینې لري او له دغو سرچینو څخه سمه ګټه اخیستنه کولای شي د هېواد په اقتصادي پراختیا او ځانبسیاینه کې مهم رول ولوبوي.
لومړی نظر وکړئ on "کابل کې علمي غونډه؛ د افغانستان طبیعي سرچینې او د مدیریتکولو ننګونې"