کاناډا وايي ۳۴۳ نور افغانان يې انتقال کړي دي

کاناډا وايي ۳۴۳ نور افغانان يې انتقال کړي دي
کاناډا وايي ۳۴۳ نور افغانان يې انتقال کړي دي

له افغانستانه کاناډا ته د افغانانو د انتقال په ادامه، د دی هیواد د مهاجرو چارو وزارت تېره ورځ د ۳۴۳ نورو افغانانو د انتقال خبر ورکړ. یاد وزارت ويلي غه افغانان به د دی هیواد په کلګري، اتاوا او ويندرز ښارونو کې ځای پر ځای شي.

کاناډا ژمنه کړې ده چې د ۲۰۲۳م کال تر پایه به ۴۰زره افغانان دغه هیواد ته انتقال کړي. تېره مياشت هم د دی هیواد د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې ۱۹۲ افغانان ېې په يوه چارتر الوتکه کې له متحده عربي اماراتو څخه کاناډا ته انتقال کړل.

د دی هیواد د مهاجرو چارو وزارت د ارقامو له مخې، له ۲۰۲۱م کال راهیسې تر ۳۵ زرو ډېر افغانان دی هیواد ته انتقال شوي دي. په ۲۰۲۱ ميلادي کال کې چی جمهوری نظام په افغانستان کی سقوط وکئیاو د نوی حکومت تر بیا واکمنېدو وروسته په لسونو زره افغانان له هېواده اروپا، امریکا، کاناډا او د نړۍ نورو هیوادونو ته ووتل.

په دې منځ کې یو شمېر افغانانو چې د پناه غوښتنې ېې منل شوي، له مياشتو راهيسې د افغانستان په ګاونډيو هیوادونو په تېره ایران او پاکستان او همدارنګه عربي ملکونو کې انتقال ته منتظر دي.

دا هیواد د هغو هېوادونو له ډلې دی چې له خپلو محلي کارمندانو علاوه، ډېر شمېر هغه افغانان ېې هم منلي او پناه ېې ورکړې چې د خطر په معرض کې قرار لري.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "کاناډا وايي ۳۴۳ نور افغانان يې انتقال کړي دي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*