«کندهار ته د غزني له لاري د برېښنا رسولو پروژه پيل سوې»

«کندهار ته د غزني له لاري د برېښنا رسولو پروژه پيل سوې»
«کندهار ته د غزني له لاري د برېښنا رسولو پروژه پيل سوې»

د کندهار د برېښنا شرکت مسئولين وايي چي د غزني له لاري کندهار ته د ۳۰۰ میګاواټه برېښنا غځولو درېدلې لړۍ بیا پیل سوې ده. پر دغي پروژې ۲،۲ میليونه ډالره لګښت راځي چي د افغانستان برېښنا شرکت له خوا ورکول کیږي.

د کندهار د برېښنا شرکت عملیاتي مسؤل الهام امیري دویچه ویله ته وویل یاده  پروژه به د ۱۲۵ ورځو په جریان کي پای ته ورسیږي چي په خبره يې د کندهار ښار د روښانولو ترڅنګ به په دغه ولایت کي د زیاتو تړلو فابریکو دروازې یوار بیا د کار ګرو پرمخ  پرانیستل سي.

الهام وايي چي په لومړي قدم کي به د پایو درولو لړۍ پیل کړي او نوري چاري به يې دستي ورپسې شروع سي چي په د پایو درلو په دغه بهیر کي به هم ډېرو کسانو ته د کار زمینه چمتو کیږي.

هغه وويل: «له دې لاري د هیواد د برېښنا شمال شرق سیسټم د جنوب شرق د برېښنا له سیسټم سره نښلول کیږي او یاده پروژه د ۳۰۰ مېګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لري، چي غزني، زابل او له کندهار ولایتونو څخه تېریږي.»

د ده په قول پر دې پروژه ۲،۲ میليونه امریکايي ډالره لګښت راځي چي د دوی د شرکت له خوا ورکول کیږي. 

ویل کیږي چي د دې پروژې په لار کي به فابریکې، طبي، زراعتي او ښوونیز مرکزونه هم له دې برېښنا څخه برخمن سي.

نړيوال کارځایونه په دوامداره برېښنا چلیږي او په زرهاوو کارګران پکښي کار کوي
نړيوال کارځایونه په دوامداره برېښنا چلیږي او په زرهاوو کارګران پکښي کار کوي

په کندهار صنعتي پارک کي د اوړو د یوې لويي فابریکې مسؤل حاجي محمد داؤد د یادي برېښنايي پروژې بیا پیلیدلو ته ډېر خوشحال دی او وايي که دا پروژه لکه څنګه، چي ویل سوې همداسي عملی سي، نو په کندهار کي به یوار بیا د صنعت ماشینونه پر چلښت راولي او زیاتو کسانو ته به يې مستقیم او غیري مستقیم ګټه ورسیږي.

دی وايي: «د کندهار صنعتي پارک ۵۰ میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري چي اوس موږ له ۱۰ نیولې تر ۱۵ میګاواټه برېښنا لرو او نور له جنراټورونو څخه کار اخلو چي د برېښنا یاد کمښت نه یوازي زموږ د کار خنډ او ځنډ ګرځي، بلکي ترڅنګ يې لګښتونه هم لوړیږي چي تاوان يې عام ولس ته رسیږي.»

نوموړی زیاتوي، اوس ۷۵ کارګران ورسره کار کوي، که چیري برېښنا دوامداره ورته ورسیږي، نو د کارګرانو شمېر به یو په دوه کړي.

په کندهار کي د صنایع او معدنونو خوني رئیس سید سرور اماني هم د یادي برېښنايي لړۍ بیا پیلیدل د کندهار د صنعت له پاره یو زیری ګڼي، خو له مسؤلینو غواړي چي د کندهار د صنعتي پارک له پاره د دوامدري برېښنا په غم خوړولو سره د کندهار یانو اقتصاد وغوړوي.

برېښنا د ژوند مهمه اړتیا

اماني وايي همدا اوس داسي بیلا بیلي فابریکي په یاد صنعتي پارک سته چي په نړيوال معیار ماشینري لري، خو د «برېښنا د کمښت له امله يې سامانونه همداسي په کارټنانو کي بند پاته دي.»

دی زیاتوي: «همدااوس ۵۰۰۰ کارګران په کندهار صنعتي پارک کي په کار اخته دي او که برېښنا دوامداره سي، نو د فابریکو فعالیت به زیات او کارګران به تر ۱۰۰۰۰ ډېر سي.»

کندهاري صنعتکاران او عام خلک له مسؤلینو غواړي، یاده برېښنايي پروژه د قرارداد سره سمه عملي کړي او که د مخکنیو یو شمیر نورو پروژو په ډول تش په نامه وي نو تر ګټه به يې اقتصادي ضربه زیاته وي.

د یادي پروژې بشپړونکی شرکت «سایقه» استازی سیامک غفاري د کندهاري صنعتکارانو اندېښنې پرځای ګڼي، خو زیاتوي دا پروژه به د خپلي اوږدې تجربې له مخي په معیاري ډول داسي سرته رسوي، خو په دې لار کي د مسؤلینو او خلکو مرسته اړینه ګڼي.

بنګله دېش کي د یوې کارخانې محصولات

محمد اسماعیل د کندهار ښار یو اوسیدونکی چي له پروسږکال راهیسي وزګار دی وايي، د دې خبر په اورېدو خوشحاله دی، خو هغه وخت به لا خوشحاله سي چي په نویو پرانیستل کیدونکو فابریکو کي کار پيدا او «د کورنۍ له پاره په بازارکي د خوراکي شیانو رانیولو ته په ډک جېب ولاړ سي.»

منبع

لومړی نظر وکړئ on "«کندهار ته د غزني له لاري د برېښنا رسولو پروژه پيل سوې»"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*