کندهار ښاریان: یو شمېر قصابان د مردار سویو څارویو غوښي پلوري

یو شمېر قصابان د مردار سویو څارویو غوښي پلوري
یو شمېر قصابان د مردار سویو څارویو غوښي پلوري

کندهارښاروالۍ هم دغه شکایت مني او وايي، په دې تړاو يې ۲۰ قصابان نیولي، چي د مردار سویو غوایانو او پسونو غوښي يې پلورلې. روغتیا پالان وايي، له دغسي غوښو څخه د معدې خطرناکي ناروغۍ پيدا کیږي.

د کندهار ښار د بېلا بېلو ناحیو اوسیدونکي شکایت کوي، چي په دغه ښار کي یو شمېر قصابان د خپلي ګټي په خاطر د مردار سویو څارویو غیري صحي غوښي خرڅوي. 

د ښاریانو په خبره، له یوې خوا ګراني، وزګارتیا او بیا د یو شمېر قصابانو داسي غیري انساني کړنه هغه څه دي، چي د دوی ژوند يې لاهم ور تریخ کړی دی. 
ښاریان وايي، په دې اړه یې خپل ږغ په څو واري د ښاروالۍ تر مسؤلینو رسولی دی.

د کندهار ښار د درېیمي ناحيې یو تن اوسیدونکی رحیم الله په دې اړه دویچه ویله ته وویل: » په دې فرض روژه کي باید صحي غوښه په ارزانه بیه خرڅېدلای، خو له بده مرغه، یو شمېر قصابان یوازي د خپلي اقتصادي ګټي په خاطر د مردار سویو حیواناتو غوښي خرڅوي.»

 د څارویو پالنه
د څارویو پالنه

د رحیم الله په خبره، د داسي غوښو خرڅول د روغتیايي ستونزو ترڅنګ «د اسلام له نظره هم حرام کار دی او باید قصابان پر دغه مظلوم ولس زړه وسوځي.»

د کندهار ښار د څلورمي ناحيې اوسیدونکی میرویس هم ورته خبره کوي او له ښاروالۍ ریاست څخه غواړي، چي د دغسي کړنو مخه ونیسي، ترڅو په کندهار ښار کي د نرخونو په دې ګرانۍ کي ښاریان، چي په ځیني ان په میاشت کي لا د غوښو رانیولو توان نه لري «صحي غوښي کور ته یوسي.» 

د نوموړي په خبره، څو واري يې په خپلو سترګو لیدلي، چي یو شمېر قصابان داسي غوښي پلورلي، چي هیڅ د خوراک نه وي، خو «څوک يې مخه نه نیسي.»

د میرویس روغتون یو تن ډاکټر محمد شفیق وايي، د مردار سويو څارویو غوښه نه یوازي د اسلام بلکي د طیب له نظره هم باید ونه خوړل سي، ځکه دده په قول «له دغسي غوښو خوړولو څخه انسانانو ته د معدې خطرناکي ناروغۍ پيداکیږي.»

د کندهار ښاروالۍ مطبوعاتي مسؤل زمری څرګند وايي، د نظارت څانګه يې فعاله ده او په اوونۍ کي د ښار له بېلا بیلو قصابیو څخه پر وخت څارنه کوي. 

د نوموړي په خبره په دې وروستیو کي يې د خلکو د شکایتونو پر بنسټ ۲۰ تنه هغه قصابان نیولي، چي د مردار سویو څارویو غوښي يې پلورلې. 

څرګند دویچه ویله ته وویل، د یادو قصابانو سره يې « ۱۰۰ مردار سوي غوايي او ۳۵ مردار سوي پسونه هم نیولي دي.» 

نوموړی زیاتوي، نیول سوي قصابان يې عدلي او قضايي څانګو ته سپارلي دي

په ترکیې کې افغان شپانه
په ترکیې کې افغان شپانه

د کندهار د قصابانو د ټولني مشر حاجي رحیمي دویچه ویله ته وویل: »په دې اړه مو اورېدلي دي، خو ښاروالۍ زموږ سره د قصابانو د نیولو په اړه خبره نه ده شریکه کړې.«
دده په قول، که چیري په دغسي مسایلو کي دوی هم په جریان کي واچول سي، نو به د ستونزو حل لا هم اسان سي. 

کندهار ښاریان په داسي حال کي د ځینو قصابانو له خوا د مردار سویو څارویو د غوښو د پلورولو څخه شکایت کوي، چي په دې وروستیو کي په دغه ښار کي د هري یکشنبې په ورځ پر غوښو خرڅولو بندیز لګېدلی دی، چي د ښاروالۍ مسؤلین يې د سبزیجاتو د خوراک کلتور دودولو او د زیاتو غوښو د لګښت مخ نیوی ګڼي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "کندهار ښاریان: یو شمېر قصابان د مردار سویو څارویو غوښي پلوري"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*