کندهار کې د ځمکني ټرانسپورټ ۶ لویې پروژې پلې کیږي

💬0

کندهار کې د ځمکني ټرانسپورټ ۶ لویې پروژې پلې کیږي

د کندهار د ټرانسپورټ ریاست مسوولین وایي، د روان ۱۴۰۵ لمریز کال تر پایه به په دغه ولایت کې د ۱.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت د باروړونکو او مسافروړونکو موټرو لپاره نوي ترمینلونه او د سیمې د هېوادونو د سوداګریزو موټرو لپاره مجهز تمځایونه جوړ شي.

د کندهار د ټرانسپورټ ریاست مرستیال، عصمت‌الله عاصم په دې اړه و ویل: «شپږ پروژې دي، چې د مسافروړونکو او باروړونکو موټرو ترمینلونه، دوه تیرپارکونه، د ښار د داخلېدو برېښنایي دروازې پکې شاملې دي، چې د سږ کال تر پایه بشپړېږي او ۱.۵ میلیارده افغانۍ لګښت پرې راځي.»

د ځمکني ټرانسپورټ دغه شپږ لویې پروژې له کندهار ښار بهر د کندهار-کابل، کندهار-هرات او کندهار-سپین بولدک پر لویو لارو پلې کیږي.

مسوولین زیاتوي چې د دغو پروژو په پلي کېدو سره به مسافرو او موټر چلوونکو ته ډېرې اسانتیاوې رامنځته شي.

د ځمکني ټرانسپورټ د پلي کېدونکو پروژو د پراختیا انجینر، ذبیح‌الله رحیمي و ویل: «دغه پروژې له کندهار ښار بهر د کندهار-کابل، کندهار-هرات او کندهار-سپین بولدک ترمنځ پر لویو لارو د ځمکني ټرانسپورټ د تنظیم په موخه پلې کیږي، ګټه یې دا ده چې ګڼه‌ګوڼه به کمه شي او کندهار ښار به د معیاري ځمکنیو تاسیساتو څښتن شي.»

د کندهار د ټرانسپورټ ریاست مرستیال و ویل: «موږ دغه پروژې له کندهار ښار بهر ځکه پلان کړې چې دلته شته ګڼه‌ګوڼه کمه او د غیرمعیاري ټرانسپورټي فعالیتونو مخه ونیول شي.»

د دغو پروژو په پلي کېدو سره، د ټرانسپورټي نظام د غښتلتیا ترڅنګ، ګڼ شمېر ځوانانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

په یادو پروژو کې په کار ګومارل شوی، ثناګل وایي: «په دې پروژو کې موږ کار کوو، دا پروژې د هېواد لپاره ګټورې دي او موږ اړو کسانو ته یې کاري فرصتونه برابر کړي دي.»

بل کارګر، حافظ‌الله و ویل: «دلته کاري اړتیا زیاته ده او دا ډول پروژې کولای شي چې بې‌وزلي کمه او پرمختګ زیات کړي.»

مسوولین وایي، د کندهار د احمدشاه بابا نړۍوال هوایي ډګر د پراختیا او د الوتکو د پارکېنګ پروژې یې هم بشپړې کړې دي، چې ورسره د دغه هوایي ډګر وړتیا لوړه شوې ده.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "کندهار کې د ځمکني ټرانسپورټ ۶ لویې پروژې پلې کیږي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*