کورمه کې ډزبندۍ لپاره جرګه ناکامه شوه؛ حکومت سيمه کې پوځ ځای پر ځای کوي

د خيبر پښتونخوا قبايلي ضلع کورمه کې د دوه ډلو تر منځ وسله‌والې شخړې درولو لپاره، حکومت د پوځ د ځای پر ځای کولو پرېکړه کړې.

له يوې اوونۍ راهيسې د روانې دغې جګړې د درولو لپاره دوې ورځې وړاندې ځايي انتظاميې د دواړو ډلو مشران سره جرګه کړي وو، خو انتظاميه د جرګې د پريکړې عملي کولو کې ناکامه شوې او دواړه اړخونه د يو بل پر ضد په خلاص مټ درنې وسلې کاروي.

له بي بي سي سره خبرو کې د کورمې د پوليسو مشر عمران د جرګې د پرېکړې عملي کولو کې ناکامي مني او وايي، همدغه وجه ده چې د پوځ مرستې اخيستو ته اړ شوې.

ښاغلي عمران ووېل چې نن به ټولو مورچو کې پوځيان ځای پر ځای شي او ځايي پوليس او ملېشې به یې هم ملاتړ کوي. ځايي خلک بیا وايي، د ځمکې ملکیت پر سر پیل شوې جګړه اوس پر فرقه ییزه شخړه بدله شوې ده.

د کورمې د بېلا بيلو ځايونو کسانو بي بي سي ته وویل، اوسمهال په یو شمېر سیمو کې د دوو ډلو تر منځ وسله والې نښتې روانې دي او ”پولیس او ځايي مسوولین یې د کنټرولولو کوښښ کوي.”

ځايی چارواکي وايي، د نښتو له پیلېدو وروسته کورمې ته غځېدلې لارې تړل شوې دي، ملېشه ځواکونه د امنیت ټینګښت لپاره ځای پر ځای شوي او له څلورو ورځو راهیسې په سیمه کې مخابراتي او انټرنېټي خدمتونه هم بند دي.

کورمه کې ځايي خبريال محمد ریحان وايي، د متقابلو ډزو پېښې په بلش خېلو، ښار کلی، بوشهر، ګنځ علیزی، ترې منګل، مقبلو، پېواړ او پاړه چنار سیمو کې رامنځته شوې دي.

کورمه

ځايي خلک وايي، په کورمه کې دا شخړه د ځمکې یوې ټوټې پر سر څو میاشتې مخکې پیل شوې وه او ځینو کسانو ته مرګژوبله هم په کې اوښتې وه.

د کورمې د پوليسو مشر په وېنا اوسنیو نښتو کې له ۲۵ زيات کسان وژل شوي او تر ۷۰ ژوبل شوې دي. دمرګژوبلې زياتې پېښې په پاړه چنار کې شوې دي۔

د پاړه چنار یوه مشر سيد تجمل حسين تور لګولی چې د اوسنۍ جرګې پر پريکړو د عمل نه کېدو مسوول حکومت دی. دی زیاتوي “انتظاميې په دې جرګه کې داسې کسان هم شامل کړي چې پخپله دغه اور ته هوا ورکوي۔ انتظامیه هغوی ته پام نه کوي چې د سيمي امنيت ته له زړه کوښښونه کوي.”

کورمه کې دا ډول فرقه ايزې شخړې له ډيرو کلونو راهسې وخت په وخت رامخې ته کېږي. په لومړي ځل په ۱۹۶۱، بيا ۱۹۷۱ او همدا راز ۱۹۸۷، ۱۹۹۶ او ۲۰۰۷ کلونو کې هم داسې جګړي شوې دي. د ۲۰۰۷ کال جګړه تر څلورو کلونو زياته غځېدلې وه.

روانه جګړه څو مياشتې وړاندې پېل شوې وه او هغه مهال یې زور واخیست چې یوې د بلې مخالفې هغې د ښوونځي استادان ووژل.

که څه هم دغه نښتې د ځايي جرګو او انتظامېیو په هڅو د لنډمهال لپاره درول شوې وې، خو له تېرې يوې اوونۍ راهېسې بیا پيل شوې دي.

ځايي خلکو بي بي سي ته ویلي له تازه نښتو وروسته په کورمه کې لویې لارې تړل شوې دي چې له امله یې د پټرول په ګډون د خوراکي توکي بیې هم لوړې شوې او ښوونځي هم تړلي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "کورمه کې ډزبندۍ لپاره جرګه ناکامه شوه؛ حکومت سيمه کې پوځ ځای پر ځای کوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*