یوناما نړۍ سره د تعامل پر دوام او د ښځو د محدودیتونو د لرې کېدو غوښتنه وکړه

💬0

یوناما نړۍ سره د تعامل پر دوام او د ښځو د محدودیتونو د لرې کېدو غوښتنه وکړه

یوناما د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو د پنځمې کلیزې په مناسبت د افغانستان سره د نړۍ پر اصولي او عملي تعامل ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د دې هېواد راتلونکې له ټول‌شموله پرمختګ او د نړیوالو همکاریو له دوام سره تړلې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې افغانستان د امنیتي وضعیت د ښه‌والي یوه دوره تجربه کړې ده او له اسلامي امارت یې غوښتي، چې د افغانستان د خلکو لپاره د تلپاتې ثبات په موخه عملي ګامونه پورته کړي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې مرستیالې او د یوناما سرپرستې، جورجت ګانیون وویل: «تلپاتې سوله او سوکالي یوازې د جګړو په نشتون پورې نه تړل کېږي. د افغانستان راتلونکې د داسې ټولنې په جوړېدو پورې تړلې ده، چې د ټولو افغانانو حقونه او وړتیاوې پکې خوندي وي او ادارې یې ځواب ویونکې او مسؤلې وي.»

د نړیوالو اړیکو شنونکي، واحد فقیري وویل: «په دې کې شک نشته، چې نړۍ غواړي له افغانستان سره تعامل ولري. عملي تعامل دا معنا لري، چې افغانستان یوازې پرې نه ږدي او له انزوا یې وباسي، خو تر ډېره دا خپله په افغانانو پورې هم اړه لري.»

یوناما وايي، پر ښځو او نجونو لګېدلي محدودیتونه او د ترهګرۍ په اړه دوامدارې اندېښنې لا هم د افغانستان د ثبات او پرمختګ پر وړاندې له مهمو ننګونو دي.

دې ادارې زیاته کړې، چې له ۱۴۰۰ کال راهیسې ملګرو ملتونو د اسلامي امارت له چارواکو سره تعامل او د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو، بنسټیزو خدمتونو او سیاسي او بشري حقونو د هڅو له لارې خپل ملاتړ ته دوام ورکړی دی.

یوناما یو ځل بیا له اسلامي امارت غوښتي، چې پر ښځو لګېدلي محدودیتونه لرې کړي.

د ښځو د حقونو فعاله، ممتاز یوسف‌زی وویل: «امنیتي ستونزې تر ډېره حل شوې دي، زموږ یوازینۍ غوښتنه دا ده، چې د نجونو زده کړې بېرته پیل شي.»

سیاسي شنونکي، ګل‌محمدالدین محمدي وویل: «شته ستونزې باید اسلامي امارت حل کړي، د خلکو پر حقه غوښتنې ومني او د زده کړو، روغتیا او بېکارۍ د له منځه وړلو لپاره کار وکړي.»

تر دې وړاندې هم اسلامي امارت تل له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې له افغانستان سره تعامل ته دوام ورکړي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "یوناما نړۍ سره د تعامل پر دوام او د ښځو د محدودیتونو د لرې کېدو غوښتنه وکړه"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*