
یونیسف: په غزه کې د سېلابونو او ناروغیو د خپرېدو خطر زیات شوی
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) خبرداری ورکړی چې په غزه کې د پرلهپسې بارانونو او د باراني اوبو د راټولولو او لېږدولو د بنسټیزو تاسیساتو د ویجاړېدو له امله د سېلابونو او ناروغیو د خپرېدو خطر، په ځانګړې توګه د ماشومانو لپاره، زیات شوی دی.
د یونیسف په وینا، اسراییلو په وروستیو ورځو کې د غزې ښار د باراني اوبو د راټولولو د یوه مهم حوض د بیارغونې لپاره د اړتیا وړ تجهیزاتو د ننوتلو مخه نیولې ده.
د یونیسف ویاند جېمز ایلډر ویلي چې دغه بنسټ د یوه کال په اوږدو کې د اسراییلو له چارواکو او د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د سولې له پلاوي سره د شیخ رضوان د اوبو د څاه د بیارغونې لپاره کار کړی، خو اسراییلي چارواکو د امنیتي دلایلو له امله د اړتیا وړ تجهیزاتو له ننوتلو سره مخالفت کړی دی.
جېمز ایلډر په دې اړه ویلي: «موږ یو کال د اسراییلو له چارواکو او د سولې له پلاوي سره د دغو تاسیساتو د بیارغونې د پلان پر جوړولو کار وکړ. پلان چمتو شو، بودیجه برابره شوه او تجهیزات هم تیار وو، خو اسراییلي چارواکو د امنیتي دلایلو له امله له دې پروژې سره مخالفت وکړ.»
نوموړي خبرداری ورکړی چې د ککړو اوبو د راوتلو په صورت کې به د هغو ماشومانو او کورنیو ژوند له جدي ګواښ سره مخ شي چې په خېمو کې ژوند کوي.
د یونیسف ویاند زیاته کړې: «ککړې او زهرجنې فاضله اوبه ښايي د غزې ښار کوڅو او خېمو ته ورسېږي او ماشومان او کورنۍ یو ځل بیا د خپلو لنډمهالو سرپناهګانو پرېښودو ته اړ کړي. دغه وضعیت د ناروغیو د خپرېدو خطر د پام وړ زیاتوي.»
ایلډر همداراز ویلي چې په دغو تاسیساتو کې د اوبو له شپږو پمپونو یوازې دوه فعال دي او په حوض کې راټولې شوې اوبه په پراخه کچه له فاضله اوبو سره ککړې شوې دي.
د نوموړي په وینا، وروستیو بارانونو د دې لامل شوي چې د اوبو کچه د پمپونو د تخلیې له وړتیا څخه په چټکۍ لوړه شي او له حوض څخه د اوبو د راوتلو خطر زیات شي.
د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، په ټوله غزه کې د بېځایه شویو د استوګنې په ۹۸۹ ځایونو کې نږدې یو میلیون کسان د سېلابونو له منځني یا لوړ خطر سره مخ دي.
وروستیو بارانونو د بېځایه شویو لسګونه زره خېمې هم تر اوبو لاندې کړې دي. دغه راز، د یوه خاورین بند د نړېدو له امله د درېیو ماشومانو په ګډون څلورو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
لومړی نظر وکړئ on "یونیسف: په غزه کې د سېلابونو او ناروغیو د خپرېدو خطر زیات شوی"