
یو شمېر بریتانیا مېشتو افغانانو د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې په ملاتړ یوه ناسته بللې وه، چې په بریتانیا او یو شمېر اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو هم ګډون پکې کړی و.
د غونډې سمبالوونکي وايي، په دې تړاو به د بریتانیا پارلمان ته خپل پرېکړه لیک هم وسپاري. په لیک کې دا هم راغلي، “موږ په څرګنده توګه د ښځینه وو د زده کړو او حقونو په تړاو د ا.ا. تګلارې غندو، موږ باور لرو چې پر افغان لوبډلې د بندیز کمپاین ناسم، بې ګټې او د افغانانو او بریتانیا ګټو ته زیان رسوي.”
په لیک کې له بریتانوي سیاستوالو غوښتنه شوې چې د افغان کرېکټ ملاتړ وکړي هغسې چې یې د بشري مرستو او ولسي افغانانو د ملاتړ ژمنه کړې.
د ناستې یوې ګډونوالې او د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ استازې شکریه بارکزۍ وايي، “کرېکټ نه یوازې موږ ته خوښي راکوي، بلکې زموږ هویت یې ساتلی. کرېکټ د افغانستان د ملي هویت تمثیل دی.”
دغه ناسته کې د ډېری وینا والو ټینګار پر دې وو، چې “کرېکټ دې له سیاست سره نه ګډېږي.” دا په یوه ډول هغو څرګندونو ته اشاره وه، چې په وروستیو کې د بریتانیا د پارلمان یو شمېر غړو د انګلنډ له کرېکټ بورډه غوښتي وو، په چمپینز ټرافي کې دې له افغان لوبډلې سره پرېکون وکړي.
بریتانوي استازي دغه ګام د ا.ا. حکومت له لوري افغانستان کې پر ښځو او نجونو د ځپونکو تګلارو پر وړاندې غبرګون کې د یو ډول فشار په توګه بولي.
له انګلنډ وروسته د سویلي افریقا چارواکو هم ورته څرګندونې کړې وې او پر ا.ا. د بشري حقونو په ځانګړې ډول د ښځو د حقونو لپاره یې له افغان ملي لوبډلې سره د کرېکټ لوبو د پرېکون غوښتنه درلوده.
د انګلنډ او سوېلي افریقا کرېکټ بورډونو د خپلو هېوادونو د سیاستوالو خبرو ته غبرګون کې ویلي وو، “د افغانستان په اړه دریځ باید د کرېکټ نړیوالې شورا له خوا د نړیوالو سیالیو د ګډون د اړتیاوو او مقرراتو سره سم مخې ته لاړ شي.”
یو شمېر افغانان کرېکټ یوازیني هغه څه بولي، چې دا مهال په نړیواله کچه د افغانانو استازولي کوي.
که د کرېکټ په بندېدو ښوونځي پرانیستل کېږي، تیار یو چې نن یې بس کړو

د غې غونډې ته د افغان کرېکټ ملي لوبډلې مرستیال روزونکي رئیس خان احمدزي وویل، “که د کرېکټ په بندولو سره د نجونو ښوونځي پرانیستل کېدای شي، نو دوی تیار دي چې همدا نن کرېکټ بس کړي.” ښاغلی احمدزی وايي، د کرېکټ لوبغاړو په خپل وخت کې د افغان خویندو او لوڼو لپاره غږ اوچت کړی دی. دا یوازې د یو یا بل کس ستونزه نه ده، بلکې د دې ستونزې لپاره به ټول په ګډه خپلې هڅې کوو.”
لندن کې د رابلل شوې غونډې سمبالګر عزیز همدرد وویل، “د کرېکټ پر وړاندې خنډونه جوړول هماغسې چاره ده لکه د افغانو نجونو د ژوند پر چارو محدودیت لګول.” هغه وايي کرېکټ ته ستونزې جوړول، حل لاره نه ده.
د کرېکټ نړیوالې شورا (ای سي سي) په دې اړه ویلي و، د افغانستان کرېکټ بورډ د دغه هېواد حکومت له خوا د ټاکل شویو تګلارو لپاره مسئول نه شي ګڼل کېدای. د کرېکټ نړیواله شورا په دې اند ده، چې افغان لوبډلې ته باید د افغانستان حکومت د تګلارو له امله سزا ورنه کړل شي، ځکه دوی باور لري چې د دوی غړي د ا.ا. دریځ نه شي کنټرولولی.
لومړی نظر وکړئ on "یو شمېر افغانان د افغان کرېکټ لوبډلې په ملاتړ پرېکړه لیک د بریتانیا پارلمان ته سپاري"