آلماني ډاکټران د ناروغو ماشومانو د تشخیص لپاره کابل ته ځي

آلماني ډاکټران د ناروغو ماشومانو د تشخیص لپاره کابل ته ځي
آلماني ډاکټران د ناروغو ماشومانو د تشخیص لپاره کابل ته ځي

د افغان سرې میاشتې اعلان کړی چې د جرمني د «سولې کلي» ځيني ډاکټران د فبرورۍ مياشتي په لومړیو کې کابل ته ځي. دغه ډاکتران به هغه ماشومان تشخيص کړي چې سخت سوځیدلي وي او يا د هډوکو له ناروغۍ سره مخ دي.

د افغان سرې میاشتې ټولنه ، په خپله ټویټر پاڼه کې خبر خپور کړی او ویلي یې دي چې د آلمان د »سولې کلي« یو شمېر ډاکټران د روان کال د فبرورۍ له ۹ مې تر ۱۴مې پوري د ماشومانو د درملنې او تشخیص له پاره کابل ته ځي او د هغه کسانو تشخیص به وکړي چې لویه سلنه د بدن برخي یې سوځیدلې او یا یې هم هډوکي مات شوې.

دې موسسې د هغو ماشومانو له کورنیو څخه چې په شدیده سوځیدنه او د هډوکو د ماتیدو په ناروغۍ اخته دي، غوښتي چې له خپلو ماشومانو سره دې ادارې ته مراجعه وکړي.

د دې ناروغو ماشومانو عمرونه باید له یو څخه تر یوولسو کلونو پورې وي. خو د دې بنسټ چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د سولې کلي بنسټ آلماني ډاکټران هڅه کوي چې له افغانستان څخه آلمان ته د دارنګه ناروغو ماشومانو د انتقال زمینه برابره کړې تر څو په آلمان کي ېې درملنه وسي.

باید وویل شې چې په وروستيو کلونو کې دغې ادارې ته د ماشومانو راتګ ډېر شوی دی. له ۴۰ کلونو راهیسې له افغانستان او نورو جنګ ځپلو هېوادونو څخه ناروغ ماشومان دغه مرکز ته لېږدول کېږي او په جرمني کي ېې درملنه کېږي.

د آلمان د سولې کلی یو خیریه بنسټ دی چې له څو کلونو راهیسې له افغاني سرې میاشتې سره د ناروغو ماشومانو د درملنې په برخه کې همکاري کوي.

د دغو همکاریو په پایله کې تر اوسه په آلمان کې د څه باندې ۴۰۰۰ افغان ماشومانو درملنه شوې ده.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "آلماني ډاکټران د ناروغو ماشومانو د تشخیص لپاره کابل ته ځي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*