اسرائیل او حماس په لسګونو یرغمل او بندیان تبادله کړل – سرچینې

اسرائیل

د قطر حکومت د جمعې په ورځ نومبر ۲۴ (لیندۍ ۳) وویل چې د حماس ډلې ۳۹ یرغمل خوشې کړي دي چې په کې ۱۰ تایلنډیان، ۱۳ اسرائیل او یو فیپینی شامل دي.

بلخوا د اسرائیل یوې امنیتي سرچینې د جمعې په ورځ وویل چې ۱۳ اسرائیلي یرغمل چې د غزې په تړانګه کې ساتل کیدل، ددې هیواد امنیتي مقاماتو ته سپارلي دي.

دغې سرچینې د فرانس پرس اژانس ته وویل: “اوس ۱۳ اسرائیلي یرغمل شوي کسان د اسرائیل د امنیتي خدملتو له ادارې سره دي.”

اسرائیلي چارواکو خبریالانو ته ویلي دي چې د حماس له بند څخه په خوشي شویو کسانو کې څلور ماشومان او شپږ بوډاګان هم شامل دي.

په ماشومانو کې درې نجونې او یو هلک شامل دي چې عمرونه یې د دوو او نهو کلونو ترمنځ دي. خوشې شوې میرمنې تر ۷۰ کلونو زیات عمر لري. همدارنګه په خوشي شویو یرغمل شویو کې اته تنه په دریو کورنیو پورې اړه لري.

پدې ترڅ کې د تايلند صدراعظم سرتا تاويسين د جمعې په ورځ نومبر ۲۴ (لیندۍ ۳) وويل، ١٢ تايلنډي برمته شوي کسان چې په اسرائیل کې د حماس د سخت دریځو له خوا تښتول شوي وو، خوشې شوي دي.

حماس ډلې پر اسرائیل باندې د اکتوبر د اوومې نېټې په بریدونو کې د بهرنیو اتباعو په ګډون د ۱۲۰۰ کسانو پر وژلو سربېره ۲۴۰ تنه یرغمل کړي وو.

د تایلنډ صدراعظم همداشان ویلي، چې د اوربند له پیلېدو څو ساعته وروسته د حماس ډلې ۱۲ تایلنډي اتباع خوشې کړل.

تاویسین په خپله رسمي ایکس پاڼه کې ویلي چې د اسرائیل د بهرنیو چارو وزارت او امنیتي چارواکو د ۱۲ تایلنډي برمته شویو خوشې کېدل تائید کړي دي. د تایلنډ صدراعظم همداشان ویلي، چې په اسرائیل کې د هغه هېواد د سفارت چارواکي د دغو خوشي شویو کسانو د سپارلو په حال کې دي. د دغو کسانو هويت به وروسته اعلان شي.

د اکټوبر په اوومه نېټه پر اسرائيل د حماس له بريد وروسته اسرائیلي ځواکونو پرغزې هوايي، توپچي او ځمکني بريدونه پيل کړل، چې په پايله کې يې د ښځو او ماشومانو په ګډون زرګونه کسان وژل شوي دي.

په غزه کې د اسرائیل او حماس تر منځ څلور ورځنی اوربند د جمعې په ورځ نومبر ۲۴مه په ځايي وخت د سهار په اوو بجو پيل شو او تمه ده چې د حماس له خوا يو شمېر يرغمل شوي کسان نن خوشې شي.

د حماس د بریدونو په غبرګون کې اسرائیل په تېرو اوو اونیو کې په غزه کې هوايي او ځمکني بریدونه کړي دي. د غزې د روغتیايي چارواکو په وینا، په پایله کې شاوخوا ۱۵ زره فلسطینیان چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي، وژل شوي دي. خو دا احصایه د خپلواکو سرچینو له خوا نه تائید شوې او نه هم رد شوې ده.

د قطر د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ماجد الانصاري د قطر په پلازمینه دوحه کې په یو خبري کنفرانس کې وویل: «د جګړې وقفه به د جمعې په ورځ د سهار په اوو بجو پیل شي او د ملکي یرغمل شویو کسانو لومړۍ ډله به په هماغه ورځ د مازدیګر شاوخوا څلور بجې وسپارل شي.”

الانصاري وویل چې په لومړي سر کې به ۱۳ تنه چې ټول یې ښځې او ماشومان دي د حماس ډلې له بنده خوشې شي. هغه زیاته کړه چې په څلورو ورځو کې به ۵۰ یرغمل شوي کسان خوشي شي.

د قطر د چارواکو په وینا، د څلور ورځني اوربند په ترڅ کې به اسراییل ۱۵۰ فلسطینیان چې د دغه هېواد په زندانونو کې بندیان دي، هم خوشې کړي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "اسرائیل او حماس په لسګونو یرغمل او بندیان تبادله کړل – سرچینې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*