پاکستان کې د افغانانو نیول او ایستلو بهیر پر دوام اندېښنې

پاکستان کې د پولیسو لخوا د هغو افغانانو نیول هم زیات شوي چې قانوني اسناد لري.

بي بي لیلا د هغو زرګونو افغان کډوالو یوه ده چې د ژوند وضعیت یې ښه نه دی او د هغې خپلوان وایي چې، زوی یې که څه هم د اوسېدو قانوني اسناد درلودل خو د پولیسو لخوا نېول شوی دی.

د نیول شوي هلک تره قربان نظر و ویل: «هغه د اوسېدو قانوني اسناد هم درلودل خو بیا هم پولیسو ونیوه. که هغه کوم جرم کړی وي، باید تورن وګڼل شي. هغه یوازې له دې امله نیول شوی چې افغان دی. که د اوسېدو قانوني اسناد یې نه درلودی، بیا هم د هغه نیول د درک وړ و. موږ د اوسېدو اسناد لرو او له ډیرو هلو ځلو وروسته مو له پاکستان دولته اخیستي دي. نو که په دا ډول نیول کیږو بیا دغه قانوني اسناد څه ارزښت لري؟»

پاکستان کې افغان کډوال، عبدالله شاه بخاري و ویل: « پناه غوښتوونکي دلته له ۱۹۷۹ کال راهیسې ژوند کوي، اوس دولت غواړي چې موږ په ناڅاپي توګه له دې ځایه ووځو، موږ څنګه له دې ځایه ووځو، خلکو ته باید لږ تر لږه درې کاله فرصت ورکړل شي چې خپل کسب او کار په بشپړه توګه راټول کړي.»

په کراچۍ کې د افغان کډوالو د شورا رییس، زمان زمان و ویل: «د پاکستان حکومت لخوا ورکړل شوی ضرب العجل له همدا نن پیلیږي، که په دې ۲۷ ورځو کې په خپله خوښه له پاکستان وویل ښه ده او که نه نو بیرته به افغانستان ته استول کیږي.»

افغانانو نیول

اخوا، د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون او د بښنې نړۍوال سازمان د روانې زیږیزې میاشتې تر پایه د افغان کډوالو د وتلو په تړاو د پاکستان د لنډ مهالي حکومت د پریکړې په تړاو اندیښنه څرګنده کړې او د پاکستان له حکومته یې غوښتي چې پر خپله پریکړه له سره غور وکړي.

 د بښنې نړۍوال سازمان په راپور کې راغلي: « د بښنې نړۍوال سازمان له پاکستان دولته غواړي چې د افغان پناه غوښتونکو تاریخي ملاتړ ته دوام ورکړي او هغوی پریږدي چې په عزت سره له ویرې پرته په دغه هېواد کې ژوند وکړي.»

د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون وایي: ” هغوی نورو هېوادونو ته د لیږد په تمه په یوه اوږدمهالي بهیر کې بند دي. افغانستان ته په جبري ډول استول به د هغوی ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړي”.

د کډوالو د حقونو په چارو کې فعالې، اصفې ستانکزۍ وویل: «د افغان کډوالو په اړه د بشر حقونو کمیسیون او بښنې نړېوال سازمان اظهارات نه باید په خبرو کې وي بلکې باید د یادې موضوع تر پایلې پورې و څارل شي.»

له دې سره سم، په کراچۍ ښار کې د اسلامي امارت کونسل وايي، د افغان کډوالو د ویستلو د لړۍ له پیله تر دې دمه څه باندې سل زره افغانان بېرته افغانستان ته استول شوي دي.

کراچۍ کې د اسلامي امارت کونسل، عبدالجبار تخاري وویل: «له هغه وخته چې پاکستان کې د افغانانو پر وړاندې محدودیتونه پیل شوي، ډیریو افغانانو پاکستان پریښی دی، د هغوی شمېر له یو لک څخه زیات دی.»

د پاکستان د لنډمهالي حکومت کورنیو چارو وزیر بیا ویلي چې څه باندې یو میلیون او اووه سوه زره افغان کډوال په ناقانونه توګه په پاکستان کې شپې ورځې تېروي او ټینګار یې کړی چې د افغانانو په ګډون دې ټول ناقانونه کډوال له یوې میاشتې په کمه موده کې له پاکستانه و وځي.

افغانانو نیول

منبع

لومړی نظر وکړئ on "پاکستان کې د افغانانو نیول او ایستلو بهیر پر دوام اندېښنې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*