پاکستان په اروپایي هېوادونو کې مېشتو افغانانو ته دویزې ورکول بند کړل

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اروپایي هېوادونو کې خپلو سفارتونو او قونسلګریو ته لارښوونه کړې چې تر بل حکمه پورې دې افغانانو ته ویزې نه ورکوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا په دې اړه یو مکتوب په ټولنیزو شبکو کې ډیر لاندې باندې کېږي چې پرې د ۲۰۲۳ زیږدیز کال د فرورۍ اتمه نېټه لیکل شوې ده.

په دې مکتوب کې راغلي : “ ټولو اړوندو دفترونو ته خبر ورکول کېږي چې افغانانو ته هې ډول ویزا تر بل حکمه پورې ورنه کړل شي. “

خو په دې مکتوب کې ددغه کار لامل نه دی په ډاګه شوی.

بلخوا ځینو پاکستانیو رسنیو خبر ورکړی چې د بهرنیو چارو وزارت دغه اقدام وروسته له هغه  کړی چې په سویډن کې د پاکستان سفارت شاوخوا ۱۶۰۰ افغانانو ته د هغوی په جعلي اسنادو ویزې ورکړې دي.

د (پاکستان ټوډی) په نامه یوې رسنۍ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دچارواکو په حواله خبر ورکړی چې د یادې قضیې په اړه یې پراخې پلټنې پیل کړې دي.

سرچینې زیاته کړې، په بریتانیا، هسپانیا، ایټالیا، جرمني، پرتګال، یونان، اطریش، سویس، ډینمارک، ناروې، بلجیم، سوېډن، ایرلینډ او نیدرلینډ کې سفارتونو او قونسلګرو ته ویل شوي چې افغانانو ته د ویزو له ورکړې ډډه وکړي.

دغه راز د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اړوندو سفارتونو ته سپارښتنه کړې چې ورکړل شوې ویزې بېرته راټولې او لغوه یې کړي.

د افغانستان سرپرست حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې  پاکستان د کورنیو چارو وزارت په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت لپاره یو ځانګړی استازی معرفي کړی، څو د افغان کډوالو ستونزې له دغه وزارت سره په وخت شریکې او حل شي.

افغانانو

منبع

2 Comments on "پاکستان په اروپایي هېوادونو کې مېشتو افغانانو ته دویزې ورکول بند کړل"

  1. چتلستان د افغانستان ابدي دښمن دی . بناء د چتلستان څخه د دوستی توقع د حماقت نښه ده .

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*