افغانستان او پاکستان کې درنو ورښتونو مرګژوبله اړولې، د لا نورو زیانونو خبرداری هم ورکړ شوی

په وروستیو ورځو کې د افغانستان مرکزي او لوېديځې سیمې د واورو او باران درنو او کم سارو ورښتونو شاهدې وې؛ په ختیځو سیمو کې هم د ورښتونو تازه لړۍ پیل شوې.

په ورته مهال د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې هم د ژمي وروستیو دغو ورښتونو د خلکو عادي ژوند اغېزمن کړی او له کبله یې له ځينو سیمو د مرګژوبلې رپوټونه هم ورکړل شوي دي.

د پاکستاني رسنیو له قوله درنو پښتونخوا کې لږ تر لږه ۱۷ کسان وژلي او له شلو ډېر نور ټپیان کړي دي.

د پاکستان په کراچۍ او ځينو نورو ښارونو کې د ساړه دا څپه کمساري بلل شوې ده.

په افغانستان کې هم پېښو ته د رسیدو په برخه کې د دولت وزارت ویاند جانان سایق ویلي چې په کندهار، هلمند، بادغیس سرپل، بدخشان او جوزجان کې د ورښتونو له امله د مرګژوبلې د لوړېدو ویره شته.

نوموړي رسنیو ته په یوه لېږلي پیغام کې ویلي “د روانې میاشتې له اولې نېټې نه تر اوسه په ټول هېواد کې د واورې او بارانونو له امله ۲۰ تنه شهیدان شوي او ۱۴ نور ژوبل دي.”

طالبانو همدا راز ویلي “وروستیو ورښتونو ۴۵۲ کورونه نړولي او په وینا یې څه باندې پنځه زره څاروي هم له‌ منځه تللي دي.”

د طالبانو حکومت د هوا پېژندنې ادارې هم ویلي، ښایي ورښتونه نور هم زیات شي چې ورسره به د اوبو سطحه لوړه او په ځينو سیمو کې ښایې د سیلابونو راوتلو لامل وګرځي.

چارواکي دا هم وایي چې په ځينو سیمو کې یو شمېر خلک چې په سخت واورو کې بند پاتې وو، ژغورل شوي.

بلخوا د درنو واورو ورښت ځينې لویې لارې تړلې او له ځينو هوایي ډګرونو هم الوتنې ځڼدول شوې دي.

د طالبانو په حکومت کې د ټولګټو وزارت وایي چې د سالنګونو په ګډون د ولایتونو او ولسوالیو ترمنځ ځینې نورې لویې او وړې لارې هم تړل شوې دي چې د طالب چارواکو په وینا، د پرانستلو لپاره یې چټک کار روان دی.

که څه هم د ورښتونو دغې تازه لړۍ خلکو ته ستونزې جوړې کړې خو د پلازمینې کابل په ګډون د ګڼو ولایتونو خلک چې تېر کال یې په وچکالۍ کې تېر کړی و، د اوبو کمښت له امله راتلونکي کال ته اندېښمن وو، خو ورستیو ورښتونو ته خلک ډېر خوښ ښکاري.

بل لور ته د طالبانو حکومت رييس الوزرا محمد حسن اخوند د پنج شنبې په ورځ د یوه امر له مخې له هغو خلکو سره د مرستو خبره کړې چې د ورښتونو او طبیعي پېښو له امله زیان ورته رسېدلی وي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې د حکومت د مشر له خوا یې یوازې په پنځو شمالي او لوېدیځو ولایتونو کې له زیامنو شویو خلکو سره د مرستو لپاره ۵۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې دي.

ی

د دغو مرستو په یوه برخه وچ واښه اخیستل شوې چې په ځینو سیمو کې په مالدارانو وېشل شوي.

د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې دا هم ویلي چې ښایې په مختلفو سیمو کې له ۱۵ تر ۵۰ ملي مترو باران او له ۲۰ تر ۷۰ ملي سانتي مترو واوره وشي.

په ورته مهال پښتونخوا او د پاکستان په ځینو نورو سیمو کې هم پرلپسې ورښتونه او په لوړو سیمو کې یې واورې شوي دي.

له دغه هېواده رپوټونه وايي چې درنو ورښتونو د ژوند ورځنۍ چارې ټکنۍ کړي او په ځينو ځایونو کې یې خلکو ته د سر زیان هم رسولی دی.

د ژمي ساړه موسم په وروستۍ میاشت کې دا ورښتونه داسې مهال پیل شوې چې د دې فصل دوې لومړۍ میاشتې وچې تېرې شوې دي.

لومړی نظر وکړئ on "افغانستان او پاکستان کې درنو ورښتونو مرګژوبله اړولې، د لا نورو زیانونو خبرداری هم ورکړ شوی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*