افغانستان او ازبیکستان د څه باندې ۱ میلیارد ډالرو په ارزښت تړونونه کړي

د ازبکستاني رسنیو د راپور له مخې، د دغه هېواد د لومړي وزیر د مرستیال په مشرۍ، کابل ته راغلي پلاوي د خپل سفر په پای کې د اسلامي امارت سره د یو میلیارد او ۲۰۰ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د صادراتو او وارداتو تړونونه لاسلیک کړي دي.

د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال، جمشید خواجه یوف، ویلي: «د ازبیکستان د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ وزارت په نږدې راتلونکي کې درې میلیارده ډالرو ته د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ د رسولو لپاره لار نقشه برابره کړې ده.»

ورته مهال، یو شمېر شنوونکي د افغانستان او ازبکستان تر منځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا د دواړو هېوادونو په ګټه بولي، خو ټينګار کوي، چې د اسلامي امارت د چارواکو له لوري باید د دواړو هېوادونو د صادراتو او وارداتو  ترمنځ انډول هم په پام کې ونیول شي.

د اقتصادي چارو شنونکي، سید مسعود، طلوع نیوز ته وویل: « یوه لاسته لاوړنه ده، که چېرې موږ د ازبیکستان سره دغه کار وکړو، ازبیکان هڅه کوي چې په افغانستان کې دغسې کار وکړي، دوی ټرانزیټ ته لیواله دي او غواړي له سویلي اسیا سره ونښلول شي.»

د اقتصادي چارو یو بل شنونکي، عبدالظهور مدبر، هم په دې تړاو و ویل: « ازبیکستان چې په یو شمېر توکو کې مطلق نسبي ګټه لري، کولای شي تولید یې کړي او افغانستان ته یې صادر کړي، اوپه یو شمېر توکو کې افغانستان مطلقه او نسبي ګټه لري، افغانستان کولای شي هغه تولید کړي او ازبیکستان ته یې صادر کړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت تر اوسه د ازبکستان او افغانستان تر منځ د لاسلیک شویو تړونونو په تړاو څه نه دي ویلي، خو د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې، د افغانستان او ازبکستان په ګډون د منځنۍ اسیا د هېوادونو ترمنځ کلنۍ سوداګریزه راکړه ورکړه څه باندې ۸۰۰ میلیون ډالرو ته رسېږي چې څه باندې ۶۰۰ میلیونه یې د خوراکي توکو، تېلو او ګازو واردات دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "افغانستان او ازبیکستان د څه باندې ۱ میلیارد ډالرو په ارزښت تړونونه کړي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*