افغانستان سره سوداګریزو اړیکو پراختیا لپاره د اوزبېکستان او تاتارستان هڅې

💬1

افغانستان سره سوداګریزو اړیکو پراختیا لپاره د اوزبېکستان او تاتارستان هڅې

اوزبېکي رسنیو راپور ورکړی چې اوزبېکستان او تاتارستان هڅه کوي د ترمذ سرحدي سیمې له لارې له افغانستان او د سیمې له نورو هېوادونو سره خپلې سوداګریزې اړیکې پراخې کړي.

دا موضوع د روسي – اوزبېک «سرخان ‌دریا – تاتارستان» ګډ کنفرانس کې مطرح شوې ده.

د راپور له‌مخې، دواړه لوري د دې سیمې له لارې له تعرفې پرته سوداګریزو تبادلو د رامنځته کولو په اړه ارزونه کوي؛ هغه طرحه چې موخه یې د صادراتو او وارداتو اسانه کول او د سویلي اسیا بازارونو ته د لاسرسي لپاره د نویو لارو جوړول بلل شوي دي.

د اقتصادي چارو شنونکی، میرشاکر یعقوبي په دې اړه وايي: «د اوزبېکستان او تاتارستان سره د ترمذ له لارې له ګمرکي محصول پرته سوداګریزې تبادلې کولی شي د صادراتو او وارداتو لګښتونه راکم کړي او د سیمې په بازارونو کې د سیالۍ زمینه برابره کړي. په ټوله کې، د دې طرحې عملي کېدل تر ډېره په افغانستان کې پر کورني ثبات، د ترانسپورټي زېربناوو او شفاف مدیریت پورې تړاو لري.»

ورته مهال، د دې پروژې مسوولین وایي چې له دې لارې به کرنیز او صنعتي محصولات د افغانستان، پاکستان او هند بازارونو ته ولیږدول شي.

دغه راز په دې سیمه کې د سیمه‌ییزو سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره د تولیداتو د رامنځته کولو طرحه او له تعرفې پرته د سبزیو او میوو واردات هم  مطرح شوي دي.

د اقتصادي چارو شنونکی، قطب‌الدین یعقوبي وايي: «که چېرې دا طرحه بشپړه عملي شي، افغانستان کولی شي یو مهم فرصت تر لاسه کړي او له جغرافیه‌یي پلوه د سیمې د څلورلارې په توګه خپل رول ولوبوي. له بلې‌خوا، د منځنۍ‌ اسیا هېوادونه هڅه کوي چې د افغانستان له لارې ځانونه جنوبي اسیا سره ونښلوي.»

د منځني ختیځ د وروستیو ترینګلتیاوو او د ځینو سوداګریزو لارو د محدودېدو له امله، د منځنۍ اسیا د کرنې او مالدارۍ خونه په ځانګړي ډول تاتارستان او ازبېکستان کې دا فرصت ویني چې له افغانستان سره سوداګري پراخه کړي.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې اجراییه مشر، وسیم صافی په دې اړه وايي: «هر هغه هېواد چې موږ له درېیم هېواد سره وصل کړي، زموږ لپاره ډېر ګټور دی. باید له هغوی سره خپلې سوداګریزې اړیکې لا پیاوړې کړو.»

 دا لار د افغانستان لپاره یو مهم ترانزیټي او سوداګریز مسیر بلل کېږي چې د ازبېکستان له ترمذ سرحدي سیمې پیلېږي او افغانستان د منځنۍ او سویلي اسیا له بازارونو سره نښلوي.

خو د بنسټیزو زیربناوو نشتوالی او د سیمې دوامداره بې ‌ثباتي لا هم د دې سوداګریزو لارو د پراختیا پر وړاندې اساسي ستونزې ګڼل کېږي.

منبع

1 Comment on "افغانستان سره سوداګریزو اړیکو پراختیا لپاره د اوزبېکستان او تاتارستان هڅې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*