افغانستان کې د مرستو رسولو لپاره مو ازبکستان کې لوژستيکي ظرفيت ډېر کړی

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام یا (WFP) وايي، په افغانستان کې ټولو اړو کسانو د خوراکي توکو د مرستو رسولو لپاره یې په ازبکستان کې د خپل نوي جوړ شوي لوژستیکي مرکز ظرفیتونه زیات کړي دي.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام ویاند وحیدالله اماني ازادي راډیو ته وویل، نن سبا د ازبکستان د حکومت په همکارۍ له دې لوژستیکي مرکز څخه شا و خوا ۱۰۰۰ ټنه خوراکي توکي افغانستان ته لېږدول کېږي.

نوموړی وايي: “دا مهال د ازبکستان د حکومت په همکارۍ د ورځې زر مټریک ټنه خوراکي مواد له پولې تر اوښتو وروسته افغانستان ته راوړل کېږي. د ازبکستان په ترمز ښار کې د نوي لوژستیکي مرکز د ظرفیت لوړول به له موږ سره مرسته وکړي چې وکړای شو په ښه بڼه هغو ۲۰ ملیونو وګړو ته چې دا مهال په افغانستان کې وږي او د خوراکي توکو مرستې ته اړ دي، د خوراکي موادو مرستې ورسوو. موږ لا هم ۱ اعشاریه ۵ ملیارد ډالرو نورو مرستو ته اړتیا لرو، چې د پلان له‌مخې ټولو هغو کسانو ته مرستې ورسوو، چې ورته اړ دي.”

د خوړو نړيوال پروګرام ذخيرې، ارشيف
د خوړو نړيوال پروګرام ذخيرې، ارشيف

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د ۲۰۲۱م کال له اکتوبر میاشتې تر اوسه افغانستان ته څه باندې یو ملیون ټنه خوراکي توکي وارد شوي دي.

د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو خلک د ازادي راډیو پر واټس‌اپ یا هم پیغام ثبتوونکي ماشین کې خپل شکایتونه ثبتوي او وايي د دوی په نامه راغلې مرستې پر دوی په منصفانه ډول نه وېشل کېږي.

په دې ولسوالۍ کې چا سره مرسته نه‌ده شوې. دلته خلک بې‌وزلي دي.”

يوی کس په خپل پيغام کې ويلي: “د خوست له ځاځي میدان درسره په تماس کې یم. دې ولسوالۍ ته د نړیوالو کومه مرسته نه‌ده راغلې. دغه ۴۰ ملیوني ډالرې مرستې چې راځي، په دې ولسوالۍ کې چا سره مرسته نه‌ده شوې. دلته خلک بې‌وزلي دي.”

دغه راز د فراه ولايت د بکواه ولسوالۍ يو اوسېدونکی وايي: “د فراه له بکواه ولسوالۍ په تماس کې یم. زه غواړم له ملکانو سره دې تماس پرې شي، په مستقیم ډول دې بشري مرستې تر خلکو رسول کېږي.”

يوه بې‌وزله کورنۍ، ارشيف
يوه بې‌وزله کورنۍ، ارشيف

د هلمند يو اوسېدونکي ازادي راډيو ته په خپل رالېږلي پيغام کې و يلي: ” دلته د بې‌وزلو کسانو نومونه نه لیکل کېږي، د نورو نومونه لیکل کېږي، هرڅه مرستې چې راځي اړو کسانو ته نه رسېږي.”

ملګرو ملتونو ویلي، په افغانستان کې به روان ۲۰۲۳م کال شا و خوا ۲۸ ملیونه او ۳ لکه کسان بشري مرستو ته اړتیا ولري.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا وايي، بشري مرستو ته د اړو کسانو شمېر داسې وخت زیات شوی، چې افغانستان درې پرله‌پسې کلونه له وچکالۍ سره مخامخ و او دا دویم کال دی چې اقتصادي وده په کې کمه شوې ده

منبع

لومړی نظر وکړئ on "افغانستان کې د مرستو رسولو لپاره مو ازبکستان کې لوژستيکي ظرفيت ډېر کړی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*