افغان مسوولینو له پاکستانه د کډوالو د ستونزو پر حل ټینګار کړی

د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست د کډوالو د وضعیت ارزونې په موخه سپین بولدک ته تللی.

نجیب الله حقاني، په بولدک کې د کډوالو لپاره له جوړ شوي کمپ څخه د لیدنې پر مهال ویلي چې د اسلامي امارت مشر ټولو وزارت خونو ته سپارښتنه کړې چې د کډوالو ستونزو ته رسیدنه وکړي.

د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست، نجيب الله حقاني د طلوع نیوز خبریال ته وویل: «موږ باید صبر او همت وکړ چې دا ستونزې په ګډه سره حل کړو. د امیر المونین صېب سپارښتنه هم دا وه چې څومره مو وس کیږي خپلو وروڼو ته اسانتیا برابرې کړو.»

د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د راستنېدونکو کډوالو د ثبت او مالوماتو امر وایي چې د روان لمریز کال د لړم میاشتې له پیل راهیسې تراوسه ۱۰۴ زره کسان چې په جبري توګه له پاکستانه ایستل شوي، د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

د کندهار په سپین بولدک کې د راستنېدونکو کډوالو د ثبت امر، عبداللطیف حکيمي وویل: « په تېره یوه میاشت کې یانې د لړم له لومړۍ تر دېرشمې نېټې پورې ۱۷ زره او ۷۰۰ سوه کورنۍ خپل هېواد ته راستنې شوي دي چې ټولټال کسان یې ۱۰۴ زره کیږي.»

له پاکستان څخه یو شمېر را ایستل شوي افغانان له دوی سره د پاکستاني پوځیانو چلن د ټولو اصولو پرخلاف بولي او وایي چې تش لاس هېواد ته راستانه شوي دي.

له پاکستانه را ایستل شوي، احمد جان وویل: «ما په کراچۍ کې په یو هوټل کې کار کاوه او همالته یې ونېولم، بندخونه کې مو څلور شپې وکړې او بیا یې هېواد ته راستون کړم.»

له پاکستانه یو بل ایستل شوي، روزي محمد و ویل: «موږ پاکستان کې ۳۵ کلونه تېر کړي خو په دې ټوله موده کې زموږ هلته ساتنه نه ده شوې.»

د ۲۰۲۳ کال د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې راهیسې له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر پیل شوی چې تر اوسه زرګونه کورنۍ هېواد ته راستنې شوي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "افغان مسوولینو له پاکستانه د کډوالو د ستونزو پر حل ټینګار کړی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*