افغان پانګوال میرویس عزیزي: “د افغانستان انرژۍ او وسپنې پټلۍ برخه کې لس میلیارد ډالره پانګونه کوم”

افغان پانګوال میرویس عزیزي وايي، په نږدې راتلونکي کې د افغانستان د انرژۍ او وسپنې پټلۍ په برخه کې د لس میلیاردو ډالرو په ارزښت پانګونه کوي.

میرویس عزیزي چې په دوبۍ کې د رغونې مهم شرکتونه لري او په افغانستان کې هم دوې پراخې بانکي شبکې لري، دا اعلان د هرات زنده جان ولسوالۍ کې د زلزله ځپلو لپاره د هغه د بنسټ لخوا جوړ شوي ښارګوټي پرانیست غونډه کې کړی.

دا ښار ګوټی چې شاوخوا ۲۲۰ کورونه، ښونځی، جومات او پارک هم لري، د عزیزي بنسټ له لوري د ۲۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی.

هغه په دې اړه جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل، له دې وړاندې يې هم مرستې کړې، خو د هغه په وینا مرستې پایېدونکې اغېزې نه لري، ځکه نو غواړي چې په بنسټیزو برخو کې پانګونه وکړي. دی زیاتوي:

“دې پایلې ته ورسېدم او وړاندې مې هم په دې اړه فکر کړی و چې د انرژۍ او اوسپنې پټلۍ په برخه کې پانګونه وکړم او له دې زنده جان ولسوالۍ ټول افغانستان ته ووایم چې زه غواړم په نږدې ورځو کې په دغه هېواد کې د لس میلیاردو ډالرو په ارزښت پانګونه وکړم او دا ډېره زیاته پانګونه ده چې داسې پانګونه په دې هېواد کې نه د کوم بهرني هېواد او نه هم په بله کچه شوې. “

خو ښاغلي عزیزي په دې اړه چې دا پانګونه په کومو پروژو کې او څرنګه کېږي نور جزئيات ورنه کړل. د نوموړي د پانګې په اړه کره مالومات نشته چې څومره پيسې لري.‌ خو ښاغلی عزیزي د افغانستان “یوازینی میلیاردر) بلل کېږي.

د یادونې ده، چې ښاغلي عزیزي د تېر ۲۰۲۳ کال په جولای کې ویلي، غواړي افغانستان کې د سرطاني ناروغیو درملنې یو پرمختللی روغتون، زېږنتون او د یتیمانو لپاره یو پالنځی جوړ کړي.

د عزیزي ګروپ مشر میرویس عزیزي چې متحده عربي اماراتو کې یو له لویو پانګوال دی له بي بي سي سره ځانګړې مرکه کې افغانستان کې د خپلو مرستندویه کارونو په اړه غږیدلی و.

عزیزي ګروپ تېره روژه میاشت کې له بې وزلو سره د مرستې لپاره د متحده عربي اماراتو د دولت له یوه پروګرام سره د سل میلیونه درهمو مرسته کړې وه چې شاوخوا ۲۹ میلیونه ډالره کېږي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "افغان پانګوال میرویس عزیزي: “د افغانستان انرژۍ او وسپنې پټلۍ برخه کې لس میلیارد ډالره پانګونه کوم”"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*