سږکال د «اکسل اشپرینګر» ازادۍ بنسټ لخوا د زړوتیا جایزه افغان ښځو ته ورکړل شوه

افغان ښځو

د افغان روباټ جوړونې د نجونو د ټیم مشرې رویا محبوب او د افغان ښځو په استازیتوب سږ کال د المان د «اکسل اشپرینګر» ازادۍ بنسټ له خوا د زړورتیا جایزه ترلاسه کړه.

د اکسل اشپرینګر د زړورتیا جایزه په المان کې یوه له مهمو جایزو څخه ده چې هر کال په بېلابېلو برخو کې د بشري حقونو فعالینو ته ورکول کیږي.

افغان ښځو ته دا جایزه په داسې حال کې ورکول کیږي چې په افغانستان کې ښځې او نجونې د اسلامي امارت د دوه کلنې واکمنۍ په موده کې له خپلو اساسي حقونو بې برخې دي.

له بلې خوا په افغانستان کې د ښځو د حقونو فعالانو له تېرو دوو کلونو راهیسې خپلو حقونو ته د لاسرسي په موخه مظاهرې کوي او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې په افغانستان کې د جنسیتي توپیر په رسمیت وپېژني.

تر دې مخکې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د نړیوالې ورځې په مناسبت «د افغانستان د عدالت او ازادۍ لپاره د ښځو غورځنګ» ټینګار یې وکړ چې په تېرو دوو کلونو کې د افغان ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی ډېر شوی دی.

د دې په وینا د ښځو غورځنګ په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې له هر ډول تاوتریخوالي سره مخ شوی او هېڅ بنسټ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ځواب نه دی ویلی.

د يادونې ده، چې د ښځو پر وړاندې د محدوديتونو سربېره، د ګوتو په شمار افغانو ښځو په بېلابېلو مراسمو کې نړیوالې جایزې ترلاسته کړي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "سږکال د «اکسل اشپرینګر» ازادۍ بنسټ لخوا د زړوتیا جایزه افغان ښځو ته ورکړل شوه"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*