افغانستان له اماراتو خپله لومړنۍ شل اوریزه لوبه وګټله

افغانستان له اماراتو خپله لومړنۍ شل اوریزه لوبه په پنځو ویکټو د ابوظبي په نړیوال لوبغالي کې افغان لوبډلې وګټله.

د دغې لوبې پچه افغان لوبډلمشر راشد خان وګټله او بیا یې د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

د اماراتو لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو افغان لوبډلې ته د ۱۴۳ منډې هدف وټاکه.

د توپ اچونې په برخه کې افغان لوبډلمشر راشد خان دوه لوبغاړي وسوځول.

افغان لوبډله د توپ وهنې په برخه کې تر سیالې لوبډلې ښه وځلېده.

که څه د سر دریو لوبغاړو ښې مندې ونه کړې.

د افسرځاځي او کریم جنت د ۸۱ منډو ملګرتیا ټاکلي هدف ته رسېدل اسانه کړل.

کریم جنت ۵۳ او افسر ځاځي ۴۸ په زړه پورې منډې وکړې.

په افغان لوبډله کې دغې لوبلړۍ ته له غوره شویو ۱۸ لوبغاړو لاندې ۱۱ یې نن په لوبډله کې اخیستل شوي.

راشد خان لوبډلمشر، رحمان الله ګربز ، حضرت الله ځاځی، ابراهیم ځدراڼ، افسر ځاځی، نجیب الله ځدراڼ، کریم جنت، عظمت الله عمرزی، مجیب الرحمان، فضل حق فاروقي او نوین الحق

پدغو لوبغاړو کې افسر ځاځی له نسبتا اوږده ځنډ وروسته شل اوریزو لوبو ته غوره شوی.

افغان لوبغاړو له اماراتو سره دا لوبلړۍ د نورو راتلونکو سیالیو لپاره ښه فرصت بللی او په وینا یې لوبغاړي دغې سیالۍ ته ښه چمتو دي.

لوبډلمشر راشد خان چې له نننۍ سیالۍ مخکې یې د لوبډلې وروستي چمتووالي په اړه خبرې کولې وویل “ټوله لوبډله سره یوځای شوې، مونږ پرون په ګډه ښه تمرینات لرل، ټول هلکان له بېلابېلو لیګونو له ښو تجربو سره راستانه شوي.”

کرېکټ

ګلبدین نایب ویلي له پاکستان سره د راتلونکي سیالیو او اسیایې جام مخکې دا لوبلړۍ ښه موقع ده چې لوبغاړي له دې ډول سیالیو ښه استفاده وکړي.

افغان روزونکي رییس احمدزي هم ټینګار کړی چې له عبدالرحمان پرته چې د تمریناتو پر مهال ټپي شو، نور لوبغاړي به هڅه کوي چې بریا د افغانستان په ګټه کړي.

د هغه په وینا افغان لوبغاړي باید د اماراتو خلاف ځانونه ثابت کړي چې له لیګونو او تر اوسه تر سره شویو سترو سیالیو یې څه تجربې تر لاسه کړي.

د متحده عربي اماراتو لوبډلې هم له افغانستان سره دا سیالۍ مهمې بللي او په وینا یې ټوله هڅه به یې دا وي چې ښې لوبې وکړي.

د دواړو لوبډلو مخینه

د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ اوسنۍ لوبلړۍ د دواړو کرېکټ بورډونو د ګډ تفاهم او همکارۍ پایله کې ترسره کېږي چې له مخې به یې متحد عربي امارت خپل لوبغالي افغانستان ته نورو هېوادونو سره د سیالیو د کوربه لپاره ورکوي، او افغانستان به یې له لوبډلې سره لوبې کوي.

له دې مخکې دواړه لوبډلې تر ډېره د کرېکټ نړیوالې شورا لخوا په تنظیم شویو سیالیو کې له یوه بل سره مخامخ شوې.

د شل اوریز کرېکټ په نړیواله درجه بندي کې دا مهال افغانستان پر لسم او متحده عربي امارت په ۱۳م ځای دي.

دواړه لوبډلې په وروستي ځل ۲۰۱۷م کال کې په شل اوریزه لوبه کې سره مخ شوي او په تېرو پنځو کالو کې لږ تر لږه پنځه لوبې سره کړي، څلور لوبې د افغان کرېکټ ملي لوبډلې ګټلي خو لومړۍ شل اوریزه لوبه چې د ۲۰۱۶م کال په لومړیو کې وه متحده عربي امارتو ګټلي وه.

کرېکټ

کرېکټ د نړیوالې شورا د معلوماتو له مخې دواړو لوبډلو د یو بل پر وړاندې تر ټولو ډېرې سیالۍ په ۲۰۱۶م او ۲۰۱۷ کالونو کې کړې.

د وروستیو سیالیو له مخې متحده عربي اماراتو ۵ نړیوالې شل اوریزه لوبې کړې چې یوه وروستۍ یې له نميبیا ګټلي او سبا به بیا د بریا لپاره هڅه کوي. خو افغان لوبډلې بیا وروستۍ درې واړه شل اوریزه لوبې چې د اسټرالیا، شري لنکا او انګلنډ پر وړاندې وې، بایللي دي.

د تجربې له مخې، د افغان لوبډلې ډېری لوبغاړي له بېلابېلو شل اوریزو سوداګریزو لیګونو دغې سیالۍ ته رسېدلي او ځينې یې په متحده عربي اماراتو کې د لسو ورځو تمریناتي کمپ درلود.

د متحده عربي اماراتو لوبغاړي بیا په سوداګریزو لیګونو کې ډېر نه دي بوخت، خو له خپلو لوبغالو سره به ښه اشنا وي.

که څه هم د نورو لوبو په څېر، په کرېکټ کې هم د بریا او بایللو اټکل ګران دی، خو د افغان لوبډلې تجربې او مخینې ته په پام، د افغان خوا تله درنه ښکاري.

د مهالوېش له مخې د افغانستان او اماراتو تر منځ دوه نورې لوبې هم د همدې میاشتې په ۱۸مه او ۱۹مه نېټه پلان دي.

منبع

2 Comments on "افغانستان له اماراتو خپله لومړنۍ شل اوریزه لوبه وګټله"

  1. یک برنامه عالی است

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*