امريکا او جنوبي کوریا ستر گډ پوځي تمرینات پیل کړي

امريکا او جنوبي کوریا ستر گډ پوځي تمرینات پیل کړي
امريکا او جنوبي کوریا ستر گډ پوځي تمرینات پیل کړي

جنوبي کوریا او امریکا متحده ایالاتو د دوشنبې په ورځ خپل تر ټولو ستر گډ پوځي تمرینات پیل کړي دي. ويل سوي دي چي دغه تمرينات په تيرو پنځو کلونو کي تر ټولو ستر دي.

د “Freedom Shield” يا د آزادۍ د سپر په نامه دغه مانورونه چي لس ورځي به دوام وکړي، د واشنگټن او سیول په حواله په سیمه کي د شمالي کوریا د مخ پر زیاتیدونکو یرغلونو له امله د «بدل سوي امنیتي چاپیریال» پر وړاندي د غبرگون په توگه ترسره کیږي. 

د دغو مانورونو تر پیل کیدو څو ساعته مخکي شمالي کوریا څرگنده کړه چي دوه ستراتیژیک کروز توغندي یې توغولي دي. د KCNA په نامه دولتي خبري آژانس په حواله دغه ازموينه بریالۍ وه او توغندي خپل ټاکل سوو هدفونو ته ورسیدل: «د توغندیو دغه آزموینه په داسي شرایطو کي د شمالي کوریا هوډ څرگندوي چي د امریکا امپریالیستان او د جنوبي کوریا گوډاگي ځواکونه د شمالي کوریا په وړاندي مانورونو کي په مخ پر زیاتیدونکي ډول په خپلو کړنو کي څرگندیږي.»

پیونګ یانګ مخکي له دې خبرداری ورکړی وو چي د سیول او واشنگټن دغه مانورونه کیدای سي د «جگړې د اعلان» په توگه تعبیر سي. شمالي کوریا دغو پوځي تمریناتو ته د یرغل د یوې آزمویني په سترگه گوري.

د تیر کال په پای کي د شمالي کوریا واکمن، کیم جونگ یون خپل هیواد د اټومي قدرت په توگه اعلان کړ. د جمعې په ورځ د شمالي کوريا خبري آژانس خبر ورکړ چي کیم دغو پوځي تمریناتو ته د یوې »ریښتیني جگړې« په سترگه گوري.    

د کوریا په نیمه ټاپو کي په دا وروستیو کي پوځي تاوتریخوالی ډېر سوی دی. په پیونگ یانگ کي کمونیستي مشرتابه په وار وار سره په سیمه کي د پوځي کړکېچ له زیاتیدو څخه خبرداری ورکوي. د شمالي کوریا له خوا دوامداره پاروني ته په کتو سره، جنوبي کوریا او امریکا متحده ایالاتو په دفاعي برخه کی خپل گډ کار لا پسي پیاوړی کړی دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "امريکا او جنوبي کوریا ستر گډ پوځي تمرینات پیل کړي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*