امریکا ته د افغانانو د کډوالۍ ځانګړې ویزې ورکولو لړۍ پای ته رسېږي؟

تېیل شوې د هغو افغانانو لپاره د امریکا د کډوالۍ د ځانګړو ویزو “ایس ای وي” د ور کړې لړۍ د روان زېږدیز کال په وروستیو کې احتمالا پای ته ورسېږي چې له ۲۰۰۱ تر ۲۰۲۱ کاله یې په افغانستان کې له امریکا سره کار کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندمتیو مېلر ، په یوه خبري غونډه کې ویلي، په شرایطو د برابرو افغانانو لپاره د ځانګړو شویو ویزو له ډلې یوازې ۸ زره پاتي دي. د ښاغلي مېلر په خبره، ”موږ له کانګرېس څخه غوښتي چې د ویزو شمېر زیات کړي چې وکولای شو د هغو افغانانو پر وړاندې خپل تعهد سرته ورسوو چې په افغانستان کې یې د امریکا لپاره ځانونه له ګواښ سره مخامخ کړي وو.”

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي د نوم نه اخیستو په شرط رویټرز ته ویلي، کله چې د ویزو دغه لړۍ پای ته ورسېږي، نو د دغو ویزو له لسو زرو ډېر غوښتونکي او د هغوی کورنۍ به چې دمګړۍ له افغانستان بهر د “ایس ای وي” د پروسس لپاره مېشت دي او کارونو کې یې هم یو لړ پرمختګ شوی، امریکا ته په تلو ونه توانېږي.

د امریکا د ډیموکراټ ګوند غړی او د امریکا پخوانی سرتېری جاسون کرو، چې په افغانستان کې یې ماموریت کړی، وايي، که کانګرېس د افغانانو لپاره امریکا ته د کډوالۍ د ځانګړو ویزو په شمېر کې زیاتوالی را نه ولي، نو دا به اخلاقي تراژیدي او د ملي امنیت ماته وي.

کډوال
د عکس تشریح،ارشیف تصویر

د امریکا له خوا د افغانانو ته د کډوالۍ د ځانګړو ویزو د لړۍ د احتمالي پای ته رسېدو خبر داسې مهال دی چې د امریکا د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو ته د جمهوريپالو احتمالي نوماند ډونلډ ټرمپ په داسې حال کې پخپلو څرګندونو کې د کډوالۍ ضد حساسیتونه را پاروي چې د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، طالبانو د پخواني حکومت کارکوونکو ته پر عمومي عفوې سربېره د یاد حکومت سلګونه غړي زنداني، شکنجه یا وژلي دي.

د یادولو ده چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو دغه راپور رد کړی دی.

رویټرز خبري اژانس وايي، که د افغانانو لپاره د ایس ای وي ویزو لړۍ بنده شي، نو د امریکا لسګونه زره پخواني افغان کارکوونکي به افغانستان کې د طالبانو د غچ اخستنې ګواښ ته پاتې شي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "امریکا ته د افغانانو د کډوالۍ ځانګړې ویزې ورکولو لړۍ پای ته رسېږي؟"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*