امریکا د افغانستان له لاري د ملکي پروازونو د پېلیدو هڅه کوي

امریکا د افغانستان له لاري د ملکي پروازونو د پېلیدو هڅه کوي
امریکا د افغانستان له لاري د ملکي پروازونو د پېلیدو هڅه کوي

امریکا په افغانستان کی د جمهوریت له سقوطه دوه کاله وروسته، د داسې قوانینو د اسانه کولو هڅې پيل کړي دي چې له مخې به ېې د افغانستان پر هوايي حريم تجارتي پروازونه له سره پیلږي. خو آيا هوايي شرکتونه به دغه کار ته حاضر شي؟

که چېرته د افغانستان د هوايي حریم د خطوطو څخه پروازونو ته شرایط برابر شي، نو دا به د غرب او شرق تر منځ تجارتي پروازونو سره د لارو په لنډېدو او د الوتکو د تېلو د مصرف په کمېدو کې لویه مرسته وکړي.

خو د هندوستان او جنوبي آسیا هیوادونو له پاره په 1996 کالونو کی هم له دغو لنډو او کم مصرفه هوايي خطوطو په هکله ډېرې پوښتنې موجودې وې چې هېڅکله ځواب نه شوې. دغه پوښتنې ښايي نن هم پر خپل ځای وي.

پوښتنې دا دي: له ېوې داسې ډلې سره چې د ښځو د تعلیم او کار مخه ېې نېولې او د ملګرو ملتونو سازمان د کارپوهانو په خبره، له ښځو سره «جنسيتي اپارتاید» ته ورته بالقوه چلند کوي، څرنګه کېدای شي داسې یوه معامله ترسره شي؟

آیا هوايي شرکتونو کولی شي د داسې یوه هیواد د هوايي خطوطو ریسک مدیریت کړي چې هوايي فضا یې کنټرول نه لري، هغه هم داسې يو هېواد چې لا هم پکې کابو ۴۵۰۰ د الوتکو ضد توغندي پکې پر اوږو ګرځول کیږي؟ او که چېرته د ېوې ناڅاپي عاجلې ناستې اړتيا پېدا کیږي او دغه کار ترسره کیږي، په هغه صورت کې به څه پېښیږي؟

بلاخره دا چې څوک غواړي د داسې يوه هېواد له سره پرواز وکړي؟ په ځواب کې ېې ويل شي: «هيڅ څوک.»

دغه ځواب د او پي اس ډله (The OPSGroup) چې د هوايي چلند صنعت په برخه کې یو سازمان دی، په وروستیو کې ورکړی دی.

دغه سازمان د افغانستان په هوايي فضا کې د هوايي ترافيکو د کنټرول په تړاو په یو مشورتي لیک کې ويلي دي: «په ټول هېواد [افغانستان] کې د هوايي ترافیکو د کنټرول هيڅ خدمات نشته، هلته ظاهراً له ځمکې څخه هوا ته بې شماره تسليحات موجود دي، که چېرته تاسو په ډېره ټېټه ارتفاع کې پرواز کوی نو هغوی ممکن پر تاسو ډزې وکړي…»

افغانستان که څه هم په وچه پروت دی، خو جغرافیايي موقعیت ېې داسې دی چې له هندوستان څخه اروپا او امریکا ته پرې مستقیم پراوزونه کېداي شي. د ۲۰۲۱م کال د اګست له ۱۵ وروسته چې جمهوریت په افغانستان کی سقوط وکړی ، د افغانستان په هوايي خطوطو کې د ملکي هوايي چلند خدمات درول شوي دي.

تر ټولو ډېر اندېښنه د الوتکو ضد وسلو استفاده ده. وروسته له هغې چې په ۲۰۱۴م کال کې د یو مالیزیايي هوايي شرکت یوه الوتکه په اوکراین کې ووېشتل شوه، د نړۍ په سطحه چارواکي د تجارتي پروازونو له پاره سپارښته کوي چې له خطري ساحو څخه بهر وي.

خو له لېرو لارو پروازونه ډېر وخت په بر کې نيسي او تر څنګ الوتکې په کې ډېر تېل مصرفوي چې دا د هر هوايي شرکت له پاره په لوړه بيه تماميږي. له همدې کبله د امریکا متحده ایالاتو د هوايي چلند فدرالي ادارې (FAA) د جولای میاشتې په وروستیو کې اعلان وکړ چې «د امریکا متحده ایالاتو د ملکي هوايي چلند ادراې پروازونه د خطرونو د کموالي پر اساس ممکن په ۳۲۰۰ فوټه (۹۷۵۰ متره) ارتفاع کې له سره ادامه پيدا کړي.»

اف اې اې، چې د امریکايي هوايي شرکتونو د نظارت کولو مسئولیت لري، دغه تصمیم ېې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کار وباله او د اسوشتید پریس خبري پوښتنې ېې هم دغه وزارت ته راجع کړې، خو وزارت په دې هکله د دوی پوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی. اما د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه پلاوي له افغانستانه د امریکا او ناټو قواوو تر وتلو وروسته، تر اوسه پورې په کراتو له افغان چارواکو سره ليدلي دي.

یاد آژانس وايي چې افغان حکومت هم په سملاسي توګه په دې تړاو د دوی پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی. په حاضر وخت کې د افغان او ایراني دهلیزونو پرته د افغانستان له پاسه د نورو بهرنیو دهلیزونو یا هوايي خطوطو د استفادې چانس موجود نه دی.

د افغانستان پر هوايي حريم پروازونو په تړاو یوه بله لويه اندېښنه په دغه هېواد کې د الوتکو ضد هغو توغنديو د موجوديت ده، کوم چې سي آی اې په ۱۹۸۰ لسيزه کې د روسي قواوو پر ضد جګړه کې افغان مجاهدینو ته ورکړي ول. د چارو شنونکي وايي چې په افغانستان کېدای شي همدارنګه د روسيې ساخت د الوتکو ضد (KS-19) وسله هم وي.

د امریکا د هوايي چلند فدرالي اداره وايي چې دوی په دې باور دي چې د افغانستان له پاسه پروازونه به په ۳۲۰۰ فوټه ارتفاع کې له سره پیل شي او په دې ارتفاع کې به الوتکې د دغو وسلو له ګوليو څخه په امان کې وي حتی کې د غرونو له څوکې هم پرې ډزې وشي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "امریکا د افغانستان له لاري د ملکي پروازونو د پېلیدو هڅه کوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*