امریکا د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو وغوښتل، چې افغان کډوال ومني

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ د پاکستان په ګډون د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو په کلکه وغوښتل، افغان کډوالو ته دې اجازه ورکړي چې د دوی خاورې ته ننوځي.

دغه وزارت له دغو هېوادونو وغوښتل، چې له کډوالو سره د نړۍوالو قوانينو له مخې چلند وکړي.

پاکستان تر راتلونکو لسو ورځو پورې څه باندې یو میلیون افغان کډوالو ته چې د اوسېدو اسناد نه لري، له دغه هېواده د وتلو فرصت ورکړی دی.

له دې سره د ایران د کورنیو چارو وزیر هم ویلي، چې «نا قانونه» افغان کډوال باید له ایرانه ووځي.


ورته وخت په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو د جوړولو په اړه د ایراني چارواکو له ادعاوو سره په دغه هېواد کې د افغانانو ضد څپې پیل شوې دي.

راپورونه وايي، د ایران په قزوین ولایت کې یو شمېر کسانو د افغان کډوالو پر وړاندې له تاوتریخوالي هم کار اخیستی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند د افغان کډوالو د اېستلو په اړه وویل: «موږ د پاکستان په ګډون د افغانستان له ګاونډیانو په کلکه غوښتنه کوو، چې خوندي پناه ځایونو ته دې د افغان کډوالو د ورتګ مخه ونه نیسي.»

د متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزارت وياند له دغو هېوادونو وغوښتل، چې د نړۍوال سازمان په همکارۍ دې دغو کډوالو ته بشري خدمتونه وړاندې کړي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "امریکا د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو وغوښتل، چې افغان کډوال ومني"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*