امریکا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ګمارل کېدو ننګه کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي‌ د ملګرو ملتونو د هغه پرېکړه لیک ننګه کوي چې په کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د یو نوي ځانګړي استازي‌ ګمارل کېدل تصویب شوي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تېرې جمعې په ورځ ډسمبر ۲۹ (مرغومي اته) د افغانستان لپاره د یو ځانګړي استازي د ټاکل کېدو او د طالبانو سره د تعامل په اړه وړاندیز تصویب کړ. دا وړاندیز د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي همغږي کوونکي سينيرلي اوغلو کړی و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر د چهارشنبې په ورځ جنوري درېیمه (مرغومې۱۳) خبریالانو ته وویل چې د «دغه پرېکړه لیک ننګه کوي».

میلر وویل: «دا پرېکړه لیک د افغانستان لپاره د یو ځانګړي استازي د ټاکل کېدو غوښتنه کوي. زموږ باور دا دی چې یو ځانګړی استازی به په ښه موقف کې وي چې د افغانستان سره نړیوال تعامل تنظیم کړي چې په پرېکړه لیک کې ټاکل شوي‌ اهداف ترلاسه شي.»

میلر زیاته کړه: «دا پرېکړه لیک طالبانو، د افغانستان خلکو او نړۍ ته دا پیغام ورکوي او څرګندوي چې د امنیت شورا د داسې یوې پروسې ننګه کوي چې په اساس یې افغانستان د خپلو نړیوالو تعهداتو په پوره کولو سره له نړیوالې ټولنې سره یو ځای [مدغم] کېږي.»

د ملګرو ملتونو په پرېکړه لیک کې غوښتل شوي چې د سينيرلي اوغلو د سپارښتونو د ترویج لپاره او په ځانګړي ډول د جنسیتي مسائیلو او بشري حقونو په برخه کې د افغانستان لپاره ځانګړی استازی معرفي شي.

د بشري حقونو یو شمېر ملاتړو سازمانونو هم د دغه پرېکړه لیک حمایت کړی. د «بشري حقونو د فعالانو اتحاد» په نوم یوې ډلې په یوې اعلامیې کې ویلي‌ وو: «د بشري حقونو فعالان غوښتنه کوي چې دا په افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستندویه پلاوي د دفتر (یوناما) ځای ونیسي. ځکه چې یوناما د تیر حکومت سره د مرستې په موخه رامنځ ته شوې وه او د تیر حکومت د وړاندیز پر اساس جوړه شوې وه او اوس مهال افغانستان یو مشروع او رسمي دولت نلري.»

دوی وايي چې په خپلې دغې اعلامیې کې له ۲۰۰ څخه د زیاتو فعالانو او د مدني ټولنو د ۱۰۰۰ نظریاتو ته ځای ورکړی.

د طالبانو حکومت وايي چې د داسې یو استازي ټاکلو ته ضرورت نه شته. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي وو: «…د ملګرو ملتونو د ځانګړي ماموريت (یوناما) په فعال موجوديت کې د افغانستان لپاره د یو بل اضافي ځانګړي استازي ګومارنه یوه غیر ضروري چاره ګڼل کېږي، ځکه چې ځمکني واقعیتونه ښيي چې افغانستان په شخړه کې ښکېل هېواد نه دی او اوسمهال پکې داسې یو مرکزي حکومت واکمن دی چې د هيواد ګټې ساتلی او مکلفیتونه یې ترسره کولای شي او دا وړتيا لري چې د دوو اړخیزو او څو اړخيزو میکانیزمونو له لارې مسایل مدیریت کړي.»

خو د بشري حقونو ځینې فعالان طالبان د بشري حقونو په سرغړونو تورنوي او نړیواله ټولنه یې حکومت هم همه شمول او مشروع نه ګڼي.

په یوناما باندې هم دا تور لګول شوی دی چې د بشري حقونو څخه د سرغړونې په برخو کې له طالبانو سره جدي تعامل نه شي کولای، که څه هم یوناما په وار وار په افغانستان کې د بشري حقونو او نجونو د زده کړو په اړه د طالبانو پرېکړې غندلې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر دا خبره هم وکړه د ښځو او نجونو د حقونو او زده کړو په هکله د طالبانو د پرېکړو په اړه د واشنګټن اندېښنه په خپل ځای ده.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "امریکا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ګمارل کېدو ننګه کوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*